د ناروې سر ښار اوسلو کې به نن د پېښور پر وخت ماښام پینځه بجې د ماشومانو تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ او په هند کې د ماشومانو مبارز کېلاش ستیارتي په ګډه د نړۍ ستره نوبېل امن جایزه ترلاسه کوي.
د ملاله فنډ له اړخه هغه دوې نجونه شازیه او کاینات هم اوسلو ته وربلل شوې دي چې له ملالې سره د برید پرمهال ژوبلې شوې ولې. له دې پرته د پاکستان له سیند صوبې کاینات سومرو چې د جنسي تېري ښکار شوې په ګډون لهشام او نایجیریا هېواده هم د ماشومانو حقونو لپاره مبارزه کوونکې دوې نجونه دغه دستورې ته وربلل شوې دي.
پرون دیوې خبري غونډې پرمهال ملالې وویل غواړي چې د پاکستان، سیمې او ټولې نړۍ ماشومانو ته د تعلیم حق ورکړل شي. ملاله یوسفزۍ چې په سوات کې یې د جینکو تعلیم لپاره هلې ځلې کولې د ۲۰۱۲م کال د اکتوبر په میاشت کې پرې مرګونی وسله وال برید شوی و چې بیا د علاج لپاره بریتانیا ته یووړل شوه او له رغېدو پس دا مهال هم هلته تعلیم ترلاسه کوي.