ملالې ته د سولې نوبېل جايزې په تر لاسه کولو په پېښور او سوات کې دستورې وشوې او د ملالې پر دې وياړ خلکو د خوشالۍ څرګندونې وکړې.
په دې لړ کې په پېښور پرېس کلب کې دستورې ته د وينا پر مهال له سواته اړه لرونکي د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي جعفر شاه وويل چې نوموړي په صوبايي اسمبلۍ کې د ملالې په حق کې قرارداد وړاندې کړی و خو صوبايي حکومت هغه رد کړ.
د عوامي نېشنل ګوند دغه غړي مشال راډيو ته پرون وويل چې ده غوښتنه کول چې په سوات کې دې پوهنتون هم د ملالې په نامه کړل شي خو سپيکر د نوموړي دغه قرارداد ونه مانه.
بلخوا د پاکستان وزيراعظم نواز شريف ملالې ته د سولې نوبېل جايزې په ترلاسه کولو مبارکي ويلې ده.
ورسره د خېبر پښتونخوا وزيراعلا په یوه بیان کې ملالې یوسفزۍ ته په نوبل انعام ترلاسه کولو مبارکي ورکړې او ويلي يې دي چې د قوم ټول ځوانان به د سخت دریځۍ او تشدد پر ځای د ملالې په رنګ ښه سوچ او فکر خپلوي.