د لاسرسي ځای

تازه خبر

سختدریځي د بلوڅانو مبارزه او د بلوچستان ګڼ توکمیزه ټولنه ماتوي


ډاکتره صدیقه وايي، په واشنګټن کې بېلا بېلو څېړنیزو ادارو او هلته د پاکستان دولت ځېنې کسانو دا مفکوره خپرول پیل کړې ده چې بلوڅ ملتپالان او لشکر جنګوي وسله واله ډله له یو بل سره تړلي دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون مشرې زهرې یوسف د پنجشنبې «زیارت» پر ورځ مشال راډيو ته وویل، د دوی څېړنه ښيي چې په بلوچستان کې مذهبي سختدریځي د فرقه ییز تاوتریخوالي او د نجونو د ښوونځیو تړلو په صورت کې زیاتېږي:

((څو میاشتې مخکې [د پاکستان د بشري حقونو کمېشن] یوه ډله بلوچستان ته تللې وه. هلته ځېنې ډلې لکه لشکر جنګوي او اهل سنت والجماعت چې پخوانی نوم یې سپاه صحابه پاکستان وو، له پخوا راهیسې ډېرې فعاله دي. هلته دواړه ډلې له یو بل سره همکاري هم کوي. دوی په ګډه د اهل تشیع ټولنې غړي، په ځانګړي ډول هزاره ګان، په نښه کوي. له دې پرته، ځېنې نورې وړې ډلې هم پیدا شوې دي. لکه په دې وروستیو کې چې د ذکریانو [د فرقې پر کسانو] حمله شوې وه چې پکې اووه کسان وژل شوي ول. سختدریځو په پنجګور کې د نجونو د انګرېزي نظام تعلیم یو سکول وتړه او دا یې وویل چې غربي تعلیم مناسب نه دی. نو زموږ په اند [دا ډلې] فرقه ییز تاوتریخوالی پیدا کوي او د نجونو پر تعلیم هم ګوزارونه کوي.))

دا یوازې د پاکستان بشري حقونو کمېسیون نه دی بلکې څو ورځې مخکې د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ هم په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت ویلي ول چې په بلوچستان کې مذهبي سختدریځي په زیاتېدو ده:

((مذهبي سختدریځي هم ډېره زیاته شوې ده او هغه ځایونو ته خپره شوې چې پخوا پکې نه وه. زه هم مسلمان یم، د مسلمان په حیث دا وایم چې د بلوڅانو په اکثریتي سیمو کې مذهبي سختدریځي زیاته شوې ده. زه دا محسوسوم چې دا هر څه سطحي نه دي، [مذهبي سختدریځي هلته] ژورې نیلې یا جرړې لري.))

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او د بلوچستان حکومت وايي، پر بلوچستان به سختدریځي خطرناک اثرات ولري. دا څه ډول اثرات کېدای شي؟ د سیاسي او امنیتي چارو څېړونکې ډاکترې عایشې صدیقې مشال راډیو ته وویل، سختدريځي به د بلوڅانو پر اصلي او کره ملتپالۍ او د هغوی پر مبارزې بد اغېز وکړي:

(([سختدریځي] به د بلوڅانو اصلي ملتپاله تحریک ته زښت تاوان ورسوي ځکه چې اوس که تاسې وګورئ نو القاعدې د بلوڅ ملتپالۍ خبرې پیل کړې دي. اوس القاعده نواب اکبر بګټی خپل اتل بولي او د بېل بلوڅ هېواد خبره کوي. نو داسې خلک چې دا خبرې وکړي نو په نړیواله توګه به د بلوڅانو مبارزه کمزورې شي او له پامه به وغورځول شي ځکه چې بیا به د پاکستان دولتي ادارې نړۍ ته دا وايي چې بلوڅان له القاعدې سره تړلي دي.))

ډاکتره صدیقه وايي، په واشنګټن کې بېلا بېلو څېړنیزو ادارو او هلته د پاکستان دولت ځېنې کسانو دا مفکوره خپرول پیل کړې ده چې بلوڅ ملتپالان او لشکر جنګوي وسله واله ډله له یو بل سره تړلي دي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون مشره زهره یوسف هم وايي چې د دوی څېړنه ښيي چې سختدریځي به د بلوڅانو ملتپالي غورځنګ ته تاوان ورسوي.

د ډاکترې صدیقې په اند، د بلوچستان ټولنه سیکولر او ګڼ توکمیزه یا ګڼ نسلي هغه ده او د سختدریځو ډلو هڅه ده چې دا ټولنه ووېشي:

(([سختدریځي به] سیکولر او ګڼ توکمیزه یا تکثیریتي ټولنه بالکل ختمه کړي. دا وخت که تاسې وګورئ نو لشکر طیبه ډله هم هلته تللې، سلفیان هم تللي، لشکري جنګوي هم تللې، تحریک طالبان او نور ګڼ جهادي تنظیمونه هم هلته تللي. په اصل کې له دې مخکې موږ دا اورېدلي هم نه ول چې د کوټې پوهنتون د زده کوونکو په سازمان کې به د لشکر جنګوي کسان وي، خو اوس شته. هلته پخوا په نسلي یا توکمیزه توګه خلک یو ځای ول او له یو بل سره اوسېدل خو اوس دا ډلې هغوی وېشي او له یو بل سره یې جنګوي.))

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون او د تری تم کړل شویو بلوڅانو لپاره کار کوونکې اداره – وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز – دعوه کوي چې د پاکستان د امنیتي اېسټیبلېشمنت ځېنې عناصر ښايي په بلوچستان کې د سختدریځو ډلو ملاتړ کوي چې د بلوڅانو هلو ځلو ته تاوان ورسوي. خو د پاکستان امنیتي ادارو او په بلوچستان کې د اېف سي چارواکو په بیا بیا دا دعوې او تورونه ناسم بللي دي.

XS
SM
MD
LG