د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ډېر ژر به له پېښوره تر کابله موټر وې جوړه شي'


وزیر اعظم نواز شریف
وزیر اعظم نواز شریف

نواز شریف وايي، «له افغانستان، هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښه کوو او دې ته به دوام هم ورکوو. ډېر زر به ووینئ چې له پېښوره تر کابله به موټروې جوړه شي»

پاکستان وزیر اعظم میا محمد نواز شریف په هېواد کې د برېښنا «بجلۍ» یوه یونټ نرخ دوه روپۍ او دوه دېرش پیسې راټیټولو اعلان وکړ او و یې ویلچې د پرلت »درنو» سیاست له وجې نه یوازېد ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر ارزښت کمېږي بلکې په ملک کې د برېښنا پیداکولو یو شمېر منصوبې هم ځنډنۍ شوې دي.

نوموړي دا څرګندونې د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د بشیر بلور زوی عثمان بلور پر مرګ له بلور کورنۍ سره د خواخوږۍ او غمرازۍ کې د ګډون پر مهال یوې خبري ناستې ته وکړې.

«د بجلۍ نرخ دوه روپۍ دوه دېرش پیسې مو راټیټ کړی دی. دا یو زیری دی چې موږ ویل لومړی اعلان یې په پېښور کې وکړو ځکه چې موږ غواړو، په دې نوي پاکستان کې نوې پښتونخوا جوړېدل ووینو، او دا جوړېدل ښکاره کېدل پکار ده. او تمه ده چې د تېلو نرخونه هم راټیټ کړو«

نواز شریف د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف پر پرلتونو «درنو« کلکې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه که دغه اله ګوله نه وای، نو تر اوسه به د بجلۍ موندلو یو شمېر برېښناکوټونه «بجلي ګرونه« جوړ شوي وای.

»د برېښناکوټونه جوړول درې درېنیم کاله اخلي او که دغه د پرلتونو سیاست نه وای نو اوس عملا په برېښناکوټونه کار هم پیل شوی و او بل تاسو د روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ تر احتجاجي درنو وړاندې وګورئ او بیا یې تر پرلتونو وروسته وګورئ. وړاندې مو ډالر ۹۸ ته راټیټ کړی و، خو د [درنو] له وجې یو ډالر تر ۱۰۳ روپیو هم لوړ شو، خو د حکومت په هلو ځلو مو بیرته راټیټ کړ«

وزیر اعظم نواز شریف زیاته کړه چې له ده څخه د احتجاجونو پوښتنې مه کوئ، له ده پوښتنه وکړئ چې د پاکستان نړۍوالې اړیکې پر کوم ځای ولاړې دي، او پرمختیايي منصوبې څنګه روانې دي.

«موږ د خدای په فضل له افغانستان، هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې ښه کوو او دې ته به دوام هم ورکوو. ډېر زر به ووینئ چې له پېښوره تر کابله به موټروې جوړه شي. موږ د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره هر ډول ګامونه پورته کوو او تاسو ته پته ده چې له دې هېواده د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره زموږ حکومت هر ډول هڅې کوي»

نواز شریف د بلور کورنۍ ته د دعا کولو ورستوپه خپلو څرګندونو کې وویل، چې د بلور خاندان په پښتونخوا کې د امن او جمهوریت لپاره ډیره قرباني ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG