د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغانستان او پاکستان به خپلې تجارتي اړیکې لا پیاوړې کوي "


جانان موسی زی کوټه کې له ځايي سوداګرو سره
جانان موسی زی کوټه کې له ځايي سوداګرو سره

جانان موسی زي ته ځايي پانګه والو او سوداګرو خپلې هغه ستونزې هم ورپه ګوته کړې چې دوی افغانستان ته د ورتګ او تجارت پرمهال ورسره مخامخ کېږي، او جانان هم ورته سینه وډبوله چې دا ستونزې به یې زر هوارې شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر جانان موسی زی وايي د افغانستان او پاکستان سوداګر او پانګه وال به ډېر زر یو بل ته نږدې شي او دواړه حکومتونه به دغو سوداګرو او پانګه والو ته د سهولتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

جانان موسی زی چې پرون یې د بلوچستان د مرکز کوټې ، سوداګرۍ خونه کې د کوټې او چمن له سوداګرو او پانګه والو سره خبرې کولې زیاته یې کړه :

(( که خدای غوښتي وي ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ، په ځانګړي ډول د اقتصادي همکاریو په برخه کې به پراختیا رامنځ ته کېږي. دافغانستان دروازې د پخوا په څېر او له پخوا نه هم زیاتې دپاکستاني سوداګرو په وړاندې خلاصې دي. ددواړو هیوادونو لارۍ به په ازاد ډول د یو بل په خاوره کې تګ راتګ کوي. ))

جانان موسی زي ته ځايي پانګه والو او سوداګرو خپلې هغه ستونزې هم ورپه ګوته کړې چې دوی افغانستان ته د ورتګ او تجارت پرمهال ورسره مخامخ کېږي، او جانان هم ورته سینه وډبوله چې دا ستونزې به یې زر هوارې شي.

جانان موسی زي پاکستاني سوداګرو او پانګه والو ته داهم وویل چې د افغانستان نوی حکومت له پاکستان سره خپلې تجارتي او اقتصادي اړیکې پياوړې کول غواړي.

داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف په پېښور کې خبریالانو ته وویل د پېښور او کابل ترمنځ به ډېر زر ( موټر وی ) جوړه شي.

XS
SM
MD
LG