د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د ماشومانو د حقونو په اړه سیمینار


جلال اباد کې سیمینار
جلال اباد کې سیمینار

د سيمينار ګډونوالو ژمنتيا وښودله چې د ماشوم د حقونو په اړه چې يې په ښوونيز سيمينار کې څه زده کړل، په خپلو سيمو کې به يې تبلیغوي.


د ننګرهار د ځوانانو امريت د یکشنبې په ورځ په جلال اباد کې، د يونيسف په مرسته د ماشومانو د بنیادي حقونو لپاره يو ورځنی ښوونيز سيمينار تر سره کړو.

سیمینار ته د ولسواليو په کچه د ځوانانو د شوراګانو په لسګونه تنه استازي ور بلل شوي وو. د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي د سيمينار په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( ډير هغه تعليمي فرصوته چې د ماشومانو لپاره برابر شي، تر دې دمه نه دي برابر شوي، نو زموږ د نننۍ راټوليدنې او سیمینار هدف هم دا دی چې د ماشوم حقوق په دولت باندې، په نظام باندې، په خپلو والدينو باندې وروپیژنو. ))

د سيمينار ګډونوالو ژمنتيا وښودله چې د ماشوم د حقونو په اړه چې يې په ښوونيز سيمينار کې څه زده کړل، په خپلو سيمو کې به يې تبلیغوي.


(( احسان الله قريشي يم، د شهيد ننګيالي ټولنې ريس يم. په اوسنيو حالاتو کې د ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کيږي، ماشوم څه چې ځینو ځوانانو ته د خبرو کولو وخت نه ورکول کيږي، وايي چې کينئ تاسو نه پوهيږئ، موږ سپین ږيرو ته احترام لرو، خو دغه ورکشاپونه موږ ته ډیر ګټور دي، چې موږ کولای شو چې ماشومانو سره د هغوی د حقوقو په ترلاسه کولو کې کومک وکړو. ))
(( هما يم او د سرخرود د ځوانانو له خوا معرفي شوې يم، موږ چې په دې ورکشاپ کې څه زده کړل، په خپلو کورنيو کې، خپلو خپلوانو ته او په سيمه کېبه یې خلکو ته ورزده کړو، تر څو خلک خپلو ماشومانو ته توجه وکړي او د هغوی د ساتلو او ښوونځي ته د تللو په اړه ښه پوهه ولري.))

د ماشوم د حقونو لپاره دغه سيمينار په داسې حال کې تر سره شو چې لا هم په ننګرهار کې په زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او په لکونو يې تعليم او روغتيا نه بې برخي دي.

XS
SM
MD
LG