د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي


جنرال شيرزاد وايي چې د جنايي جرمونو ضد مبارزې پولیسو په تيرو دوه هفتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د اتوار ورځ ماسپښين خبريالانو ته د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وويل چېنشه يي توکي يې د ځانګړو اطلاعاتو په بنسټ ترلاسه کړي دي. نوموړي وايي:


«زموږ د مخدره موادو پر ضد د پوليسو د خاصو اطلاعاتو پر بنیاد او زموږ د ځانګړو پولیسو د خاصو عملیاتو په نتیجه کې ۳۲۵ کيلو ګرامه تاریاک د خوګياڼو ولسوالۍ په څنډو کې ترلاسه کړي. د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې زموږ د تروریزم پر ضد پولیسو ۵۵ کيلو ګرامه چرس په تراکتور او همدا رنګه د درې نفرو عاملينو سره چې هغوی لېږدول نیولي دي»

جنرال شيرزاد وايي چې د جنايي جرمونو ضد مبارزې پولیسو په تيرو دوه هفتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.


«په تيرو دوه اونيو کې دا زموږ شپږمه قضیه چې په سلګونو کيلو ګرامه چرس، تاریاک او هيروين موږ په لاس راوړي او د دې په تور مو په سلګونو عاملين اړوند څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، زه فکر کوم چې د مخدره توکو د قاچاق، کښت او د هغې د کرلو په مخنيوي کې به دغه کشف او دستګيري ډیره ګټه وکړي»

جنرال فضل احمد شیرزاد وايي چې د دوی کشفي او جنايي پوليسو اوس مسلکي روزنه تر لاسه کړې او ورځ تر بلې يې په خپلو چارو کې لاسته راوړنې لرلي دي.

XS
SM
MD
LG