د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسټرالیا کې یوه وسله وال یو شمېر کسان یرغمل کړي


له یرغمالیانو ځان په منډه راخوشی کړی دی
له یرغمالیانو ځان په منډه راخوشی کړی دی

د اسټرالیا وزیراعظم ټوني اېبټ تر پېښې وروسته وویل، ورته نه ده مالومه چې ایا دا کار د سیاسي مقاصدو لپاره کېږي او که نه؟

له اسټرالیا راغلي رپورټونه وايي، تر اوسه نه ده مالومه چې وسله وال کس څومره کسان یرغمل کړي دي. پېښه نن د سېډني په یوه کیفې یا د چای او کافي په هوټل کې شوې ده.

پر ټیلي وېژن په ښودل شویو انځورونو کې ښکاري چې درې کسان له یوې کړکۍ سره ولاړ دي او لاسونه یې پورته کړي دي. پر کړکۍ یو تور بیرغ ځړېدلې دی او ورباندې عربي لیکل شوې ده.

دا کسان له څو ساعتونو راهیسې یرغمل دي او د اسټرالیا ټیلي وېژنونو درې کسان ښودلي چې د ځان حفاظت لپاره له ودانۍ دباندې تښتي. تر دې لږ ساعت وروسته دوه نور کسان هم له ودانۍ دباندې په منډه وتښتېدل.

د اسټرالیا وزیراعظم ټوني اېبټ تر پېښې وروسته وویل، ورته نه ده مالومه چې ایا دا کار د سیاسي مقاصدو لپاره کېږي او که نه؟

«موږ ته تر اوسه نه ده مالومه چې د یرغمل کوونکي موخه څه ده؟ موږ ته دا هم نه ده مالومه چې د دې کار مقصد سیاسي دی او که نه خو بیا هم ځېنې داسې شواهد شته چې کېدای شي دا کار د سیاسي مقاصدو تر لاسه کولو لپاره روان وي»

اېبټ زیاته کړه چې د دې ډول کارونو مقصد د خلکو وېرول وي:

«د سیاسي مقاصدو لپاره د تاوتریخوالي د کارونې دلیل دا وي چې خلک ووېرول شي. اسټرالیا سوله ییزه، ازاده او سخي ټولنه ده. هېڅ کار یا عمل باید دا ټولنه بدله نه کړي. او همدا وجه ده چې زه پر ټولو اسټرالیایانو ټینګار کوم چې د عادي ورځو په څېر دې نن هم د خپل ورځني ژوند چارې پر مخ بوځي»

د سیمې د پولیسو مشر خبریالانو ته ویلي، داسې ورته ښکاري چې د خلکو یرغمل کولو کار له ترهګر فعالیت سره سمون خوري.

رپورټونه وايي، وسله وال د اسلامي دولت وسله والې ډلې له بیرغ یا جنډې سره غواړي له وزیراعظم ټوني اېبټ سره خبرې وکړي. خو پولیسو وویل پر دې په سمدستي توګه تبصره نشي کولای.

د هوټل شاوخوا ته ګڼ پولیس ولاړ دي او غواړي یرغمل شوي کسان خلاص کړي.

د لېنډټ چاکلېټ کیفې په نوم په دې هوټل کې کارکوونکي او پیرودونکي یا ګاهکان موجود ول چې وسله وال ورننوت.

ځېنو یرغمل شویو له اسټرالیايي ټیلي وېژن سره د خبرو پر مهال وویل، وسله وال په هوټل کې دوه بمونه ایښي او دعوه کوي چې په ښار کې یې هم دوه بمونه ښخ کړي دي.

دوی زیاته کړه چې مرکچیان له وسله وال سره خبرې کوي.

پولیسو له هوټل سره نېږدې شاوخوا ټوله سیمه کلا بنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG