د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې په یو سکول د وسله والو برید ګڼ مړه او ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو


نن سهار ، د پیښور په ورسک روډ ناڅرګندو وسلوالو په آرمي پیلک سکول حمله کړې چې په کې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي چې یو پکې د سکول ښونکی، یو امنیتي سرتیری او ۱۶ د سکول ماشومان دي.

د سرکاري چارواکو په وینا نن غرمه وسله وال دپووځ په وردۍ کې سکول ته ننوتل او سکول يې محاصره کړو.

له دی وروسته د امنيتي سرتيرو او وسلوالو ترمنځ د ډزو تبادله هم وشوه، همداراز د پاکستان د پو ځ مطبوعاتي ادارې له مخې د ژغورنې عمليات روان دي او د سکول ځنې زده کونکې او استاذن ژغورل شوي دي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا اطلاتو وزیر مشتاق غني د پاکستان له سرکاري ټي وي سره په خبرو کې ويلي دي چې امنتي ځواکونو سکول او خواو شا سیمې خپله ولکه کې اخستې دي او هڅه کوي چې د سکول ماشومان وژغوري.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مشال راډيو ته په ټليفونې خبرو کې د ياد بريد پړه پر غاړه اخستې.

XS
SM
MD
LG