د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پرامنه افغانستان د پاکستان لپاره اړين دی”


د جرمني سفیر ډاکټر سېریل نن (سېشنبه) ویلي دي، چې د پر امنه او باثوباته پاکستان لپاره ضروري ده، چې افغانستان هم پرامنه وي.

د جرمني سفیر ډاکټر سېریل نن (سېشنبه) ویلي دي، چې د پر امنه او باثوباته پاکستان لپاره ضروري ده، چې افغانستان هم پرامنه وي.

د نن په خبره همداسې دواړه څنګلوري هېوادونو پرمختګ کولای شي. په پاکستان کې د جرمني سفیر زیاته کړه، دوی له افغانستان څخه وتلو ته تیار نه دي، او د دوی مرستې به له دغه هېواد سره همداسې دوام ولري.

دا خبري نوموړي تېره شپه په کوټه کې د بلوچستان په ږوب سیمه کې د اوبو د يوې پروژې د پرانیستلو په غونډه کې کړې.

(( د جرمني حکومت به په افغانستان کې همداسې په کار بوخت وي. او موږ له دغه هېواد څخه تښتو نه... موږ به هلته په کال ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې همداسې مرستې کوو. او موږ به له دې سره سره چې د افغانستان پولیسو او امنیتي سرتېرو ته تربیت ورکوو، بلکې ددغه هيواد سرکاري ملازمينو ته به هم تربیت ورکوو. داسې موږ ولې کوو؟ داسې ددې لپاره کوو، چې څوک دیارلس کاله په افغانستان کې کار وکړي، او هغه کار يې بیا په اوبو لاهو نه شي. بلکې ددې کار اغېزې پاته شي.))

ډاکټر سیریل نن وویل؛ د دوی هېواد د پاکستان او افغانستان تر منځ تل ښې اړيکې غواړي، او همدې ته اماده دي، چې دواړه څنګلوري هېوادونه نورسره نيژدې کړي.

((موږ په دې پوهېږو، چې له باثوباته افغانستان څه بغیر به د پاکستان لپاره ګرانه وي. لاکن بیا همداسې موږ په دې هم پوهېږو، چې شتمن او خوشاله پاکستان بیا د څنګلوري افغانستان لپاره تر ټولو ښه دی))

په پاکستان کې د جرمني سفیر دې غونډې ته په خپله وينا کې وویل؛ د دوی هیواد او حکومت غواړي، چې د پاکستانه يواځې له افغانستان سره، بلکې ایران سره هم ښې اړيکې وي، ځکه چې د ده په خبره همدا نه يواځې د دغو څنګلوريو ‍هېوادونو، بلکې د دوی د هېواد هم په ګټه کې دی.

XS
SM
MD
LG