د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور ښوونځي برید: تر ۱۳۲ ډېر زده کوونکي وژل شوي


پېښور ښوونځي برید کې وژل شوي زده کوونکي
پېښور ښوونځي برید کې وژل شوي زده کوونکي

د وسله والو طالبانو په برید کې د وژل شوو زده کوونکو، استادانو او نورو قرباني شوو په غم کې د خېبر پښتونخوا حکومت درې ورځنی ویر اعلان کړو.

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، پر ورسک سړک پر یوه ښوونځي «سکول» د وسله والو طالبانو له بریده ۱۴۱ کسان وژل شوي چې ۱۳۲ پکې زده کوونکي دي، ټول ژوبل ۱۲۴ تنه دي چې په هغوی کې ۱۲۱ زده کوونکي دي. په دغه ښوونځي کې ۱۱۰۰ زده کوونکي راجسټر دي.

د پاکستاني پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په پېښور ښوونځي کې له ترهګرو سره نښته پای ته رسېدلې.

تر دې وړاندې د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک رسنیو ته ویلي، شپږ تنه وسله وال طالبان د اېف سي په جامو کې ښوونځي «سکول» ته ننوتي ول چې په هغوی کې دوه تنه وژل شوي او یوه یې ځان په خپلو باروتو الوځولی دی.

د ګړدې پښتونخوا زده کوونکي په مړو او ژوبلو کې شامل

د پېښور لېډي ریډینګ روغتون د ورسک سړک پر یوه ښوونځي د ترهګرو په بریدونو کې د وژل شوو او ژوبلو زده کوونکو یو نوملړ یا لیسټ خپور شوی چې پکې د لرې برې پښتونخوا ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې. په دوی کې د پېښور ښار، ځنګلي، کاکشال، متنو، پلوڅۍ، چارسدې، مردان، تاروجبې، ډېری کلی، ملاکنډ، درګۍ، کرک، کوهاټ، لکي مروت، صوابۍ زده کوونکي دي.

د برید ښکار شوو ماشومانو عمرونه له دوولس تر اوولس کلونو پورې دي.

'زما تر مخ ۵۰ زده کوونکي ووژل شول'

د یو زده کوونکي سترګو لیدل حال

زما تر مخ ۵۰ زده کوونکي ووژل شول
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پېښور پر ورسک سړک پر یوه ښوونځي د لسم ټولګي یو زده کوونکی وايي، نژدې لس نیمې بجې وې چې درز غوبل شروع شو، ډزې شوې او یو څو کسان په ښوونځي کې دننه لوی تالار ته راننوتل او پر زده کوونکو یې ناتاره ډزې پیل کړې. زما تر سترګو ۴۰، ۵۰ زده کوونکي ووژل شول. له هغوی سره درنې وسلې او بمونه ول. ډېر زده کوونکي یې ژوبل کړل.

'زما یو ملګری مې په لاسونو کې مړ شو'

د یو بل زدهکوونکي سترګو لیدل حال

زما یو ملګری مې په لاسونو کې مړ شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

زه هم د ښوونځي په لوی تالار کې وم، چې ناتاره ډزې راباندې وشولې. یوې بلې خوا ته مړي پراته ول، زما یوه ملګري مې زما په لاسونو کې ساه ورکړه. د چا په خوله کې، ملال کې، سرونو کې ګولۍ لګېدلي وې. بریدکوونکو تورې جامې اغوستې وې، او پینځه خو ما په خپلو سترګو ولیدل.

XS
SM
MD
LG