د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ټول افغانستان ولس د پېښور پر خونړۍ پېښه غمجن دی'


په دې غمجنې پېښې خپه یم، د پاکستان ولسمشر جلالتماب ممنون حسین، لومړي وزیر جلالتماب محمد نوازشریف او د پاکستان ملت ته د دې پېښې په اړه د خواخوږۍ مراتب څرګندوم.

کابل: د افغانستان اجرایوي رییس عبدالله عبدالله په خپل پیغام کې وايي، په ډېره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړی، چي نا معلومو وسلوالو د پاکستان په پېښور ښار کي پر یوه ښوونځي په برید کي تر ۱۲۵ زیات کسان ووژل.

د افغانستان خلک په دې غم کي د پاکستان د دوست هیواد له خلکو سره شریک دي او ټولو خوږمنو ته د خدای له درباره د جمیل صبر غوښتنه کوي.

دې پېښې یو ځل بیا وښوده، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ قرباني هېوادونه دي. ترهګرۍ د سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ رامنځته کړی، چې د افغانستان او پاکستان ولسونه په کې سوځي.

له ترهګرۍ د اوزارو په توګه استفاده کول، د هېچا په ګټه نه ده او که له دې پدیدې سره، چې اوس یې افغانستان او پاکستان له ګواښ سره مخ کړی، رښتینې او جدي مبارزه ونشي؛ نو دا بل شوی اور به ټوله سیمه لاندې کړي.


زه په دې پېښې له زړه خواشینی یم او په دې باور یم، چې ترهګري د سیمې ګډه ستونزه ده او په کار ده چې د سیمې هېوادونه یې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. هیڅوک باید په دې فکر نه وي، چې له دې اوره په امن دی.

د ترهګرۍ خلاف د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ګډه، رښتینې او صادقانه همکاري به وکولای شي، چې نور د افغانستان او پاکستان ولسونه له دې ډول وژنو، چاودنو او بریدونو وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG