د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ترهګرۍ تر بېخ وتو به د پېښور غوندې پېښې وینو'


د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف
د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف

وزیر اعظم نواز شریف وویل، چې دا د ترهګرۍ تر ټولو ډارنه او له ظمله ډکه کړنه ده. نوموړي پر ولس غږ وکړ چې د ترهکرۍ پر وړاندې یو موټي شي، او د ترهګرۍ په باب باید یو دریځ ولري

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په پېښور کې له خبریالانو سره په خپلو څرګندونو کې وویل، چې لوی څښتن دې د پېښور ښوونځي ټولو شهیدان کړل شوو ماشومانو ته جنتونه ورنصیب کړي.

نوموړی د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر یوه ښوونځي له ډله ییز برید سمدستي دغه ښار ته ولاړ، چې تر دا شېبې د راسېدلو راپورونو له مخې ۱۳۲ کسان چې د زده کوونکي دي وژل شوي او نژدې ۱۲۲ نور ژوبل دي.

لومړي وزیر نواز شریفخبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «زه دا خبره درته سپینول غواړم، په پاکستان کې به تر هغو دغه اخ وډب او جنګ جګړې روانې وي چې تر څو ترهګري په بشپړه توګه ختمه کړل شوي نه وي. او هېڅوک باید پر دې خبره هېڅ شک ونلري»

نوموړي وویل، چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ضرب عضب عملیاتو پیل کړي او د دې لپاره مو د افغانستان له حکومت سره هم خبره کړې چې ترهګري به په ګډه ختموو. او د پېښور غوندې بریدونه زموږ پر هوډ او اراده هېڅ اغېز نشي کولی.

وزیر اعظم نواز شریف وویل، چې دا د ترهګرۍ تر ټولو ډارنه او له ظمله ډکه کړنه ده.

نوموړي پر پاکستاني ولس غږ وکړ چې د ترهکرۍ پر وړاندې یو موټي شي، او ولس د ترهګرۍ په باب باید یو دریځ ولري، پر دې معامله هېڅ توپیروالی ځای نه لري.

وزیر اعظم نواز شریف زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد جګړه اوس یوې پرېکندې ګړۍ ته ننوتې ده، او ضرب عضب عملیات د خدای په فضل سره په کامیابۍ پرمخ درومي.

XS
SM
MD
LG