د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې دوه تنه ځانمرګي بریدګر ووژل شول


جنرال فیض الله غیرت وویل، چې په دې دواړو پيښو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.

د خوست ولایت امینتي چارواکي وايي، چې نن ناوخته مازدیګر یو تن ځانمرګی بریدګر او دویم تن، چې د حقاني د ډلې یو تن قوماندان وو،د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

چارواکي وايي، چې لومړنی ځانمرګی بریدګر د ولایتي قواوو د سرتیرو له خوا تر پيژندنې وروسته ووژل شو او دویم کس چې د حقاني شبکې قوماندان وو، د پولیسو سره د وسلوال مقاومت وروسته ځانته چاودنه ورکړه او ووژل شو.

خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډيو ته وویل، چې په اول کې یو تن ځانمرګی بریدګر چې په ځان پورې يې بمونه او نور چاودیدونکي توکي تړلي ول، د ولایتي قواوو له خوا تر پيژندنې وروسته،مخکې له دې چې ځانته چاودنه ورکړي، د ولایتي قواوو د سرتیرو له خوا له منځه ولاړ.

وروسته پولیسو ته اطلاع ورسیده، چې د کونډیو په ستر کلي کې مشکوک کس لیدل شوی دی، هر کله چې پولیس پسې ورغلل، مالومه شوه، چې نوموړی د حقاني ډلې یو قوماندان دی، ده سره کلاشینکوف او لاسي بمونه وو، چې تر پایه يې د پولیسو سره مقاومت وکړ او هر کله چې کارتوس ورتمام شول، نو ځانته يې چاودنه ورکړه.

تر اوسه هېڅ یوې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG