د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران : پاکستان دې زموږ له ګاونډیتوبه ګټه واخلي


د ایران د سیستان بلوچستان ګورنر په کویټه کې
د ایران د سیستان بلوچستان ګورنر په کویټه کې

د ایران د سيستان بلوچستان صوبې ګورنر علي اوساط هاشمي چې په سرکاري دوره د بلوچستان مرکز کوټې ته تللی، هلته يې د صوبې له ګورنر، وزیراعلی او د کوټې له تجارانو سره جلا جلا لیدلي دي. علي اوساط هاشمي وايي، پاکستان او ایران باید تجارت ته نوره وده ورکړي، او پاکستان باید له ایران څخه د بجلۍ، ګیس او انرژۍ په برخه کې ګټه ترلاسه کړي.

نوموړي تېره ورځ په کوټه کې د سوداګرۍ د خونې ( چیمبراف کامرس ) دوره وکړه. د چیمبرآف کامرس مشر موساخان کاکړ ددوی د سوداګرو ستونزې د سیستان بلوچستان د ګورنر مخې ته کېښودې، چې ګورنر علي اوساط هاشمي يې د هوارېدو باور ورکړ. د کوټې له سوداګرو سره په خبرو کې علي اوساط هاشمي وویل، پاکستان او ایران دوه ګاونډي مسلمان هيوادونه دي، او باید په خپل منځ کې له یوه بل سره تجارت تر پنځه سوه اربه ډالرو پورې ورسوي.

(( د پاکستان او ایران ترمنځ د تجارت کچه باید موږ تر پنځه اربه ډالرو پورې ورسوو. دا خبره سمه نه ده، چې دوه ګاونډي مسلمان هيوادونه دي په خپل منځ کې يو بل ته نه ګوري، او له کوم درېيم هیواد څخه دي ددوی د ستونزو د هوارولو امید وساتي. ))

د سیستان بلوچستان صوبې ګورنر علي هاشمي د هغو سوداګرو ستونزې واورېدې، چې له کلونو راهیسې له ایران سره تجارت کوي، او باور يې ورکړ، چې ددوی حکومت به د ټولو سوداګرو ستونزې هواروي، او ددوی لپاره به په ایران کې د تجارت لپاره لا ښه زمينه برابره کړي. علي اوساط هاشمي له دغو تجارانو سره په خبروکې زیاته کړه : پاکستان بايد له ایران څخه په بیلا بیلوبرخو کې ګټې ترلاسه کړي، چې له کبله به يې د دواړو هیوادونو تر منځ ورورګلوي او ګاويډيتوب نور ټينګ شي.

تردې وړاندې د سیستان بلوچستان ګورنر علي اوساط هاشمي د بلوچستان له ګورنر محمد خان اڅکزي او وزیراعلی ډاکټرعبدالمالک بلوڅ سره جلاجلا ملاقاتونه کړي، او د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ يې له تجارت سره سره په سیمه کې د امنيت او پرمختګ په هکله هم خبري شوې.

XS
SM
MD
LG