د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي: پر مليشه ځواکونو برید کې اووه سرتيري وژل شوي


د لورالايي په مېختر سیمه کې دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په لورالايي، ږوب، مرغه کبزيي او ګوال اسماعیل زيي سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستانۍ ملېشې د پلټنې عملیات کوي.

په کوټه کې د پاکستاني ملېشه ځواکونو ویاند وايي، د لورالايي په ميختر سیمه کې یې پر يوه ځايي پوسته د دوشنبې پر سهار د ګڼووسله والو طالبانو په برید کې یې اووه سرتېري وژل شوي دي.

ویاند زیاتوي، د سرتېرو په ځوابي ډزو کې یې ځيني بریدکوونکي ژوبل شوي هم دي، خو وسله والو دا ټپي شوي ملګري له ځان سره وړي دي.

د لورالايي سیمې مرستیال کمشنر شاه زیب کاکړ چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي، د دوشنبې په غرمه مشال راډيو ته وویل، بریدکوونکي تر پېښې سمدستي وروسته تښتېدلي دي. خو زیاتوي سرتېرو یې په شاوخوا سیمو کې د پلټنې عملیات روان دي، چې بریدکوونکي په تېښته کې بریالي نشي.

د سیمې د امنيتي ځواکونو ځينو سرچينو بیا مشال راډيو ته وویل، وسله والو د ملېشه سرتېرو له همدې پوستې څخه څلور شخصي امنيتي ساتونکي تښتوولي هم دي، خو نه هم د لورالايي مرستيال کمشنر او نه هم د ملېشه ځواکونو وياند یې پخلی «تاييد» کوي.

د لورالايي په مېختر سیمه کې دا برید په داسې حال کې کېږي، چې په لورالايي، ږوب، مرغه کبزيي او ګوال اسماعیل زيي سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان ملېشه ځواکونو سرتېري د پلټنې عملیات کوي. که څه هم په سیمه کې د وسله والو پر ضد همدا د پلټنې عملیات د پېښور پر ارمي پبلک سکول تر برید وروسته پېل شوي، خو تر هغه وروسته پکې زیاتوالی شوی، کله چې د روانې مياشتې پر څلورمه نېټه د سیف الله کلا له تنګې سیمې څخه نهه مساپر وسله والو طالبانو وتښتول.

د مېختر د دې پېښې مسوولیت د رپوټ تر بشپړېدو پورې لا هېڅ یوې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو په همدې سیمه کې ځيني سرچينې وايي، برید کوونکي وسله وال طالبان دي، چې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې يې په همدې سیمه کې د لیویزو پر یوې تاڼې برید کړی وو، د تاڼې ودانۍ ته يې اور ورکړی وو، او د لیوي سرتېري يې وهلي ډبولي ول.

XS
SM
MD
LG