د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حقاني شبکه، لشکرطیبه او نورې ډلې د نړۍ لپاره خطرناکې دي”


د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن( سېشنبه) په اسلام اباد کې وویل: حقاني شبکه، لشکر طیبه او نورې وسله والې ډلې د پاکستان، افغانستان، امریکا او نړۍ لپاره خطرناکې دي او پر ضد یې اقدامات کول پکار دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن( سېشنبه) په اسلام اباد کې وویل: حقاني شبکه، لشکر طیبه او نورې وسله والې ډلې د پاکستان، افغانستان، امریکا او نړۍ لپاره خطرناکې دي او پر ضد یې اقدامات کول پکار دي.

جان کېري چې په یو نااعلان شوي سفر پرون ( دوشنبه) له هنده و پاکستان ته ورسید دا څرګندونې یې د پاکستان د وزیر اعظم د بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: ((امریکا د ترهګرۍ پرضد د پاکستان عملیات ستايي او په دې لړ کې به ورسره خپلې مرستې جاري ساتي.))

په دې موقع په بهرنیو چارو کې د وزیر اعظم نوازشریف سلاکار سرتاج عزیز وویل چې له دسمبر د شپاړسمې نیټې پس د ترهګرۍ پرضد د دوی کړنلاره بدله شوې او د حقاني شبکې او نورو ټولو ډلو پر ضد کوټلي عملیات پیل شوي دي.

ښاغلي کېري تر دې وړاندې د پاکستان د وزیر اعظم نوازشریف سره هم پرون ولیدل او نن به یې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره هم ملاقات وکړ.

XS
SM
MD
LG