د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د وسله والو مالي سرچینې بندوي


پاکستان حکومت ويلي دي چې په هېواد دننه ترهګرۍ جرړو د پرې کولو لپاره به د وسله والو هرقسمه مالي مرستې بندوي.

پاکستان حکومت ويلي دي چې په هېواد دننه ترهګرۍ جرړو د پرې کولو لپاره به د وسله والو هرقسمه مالي مرستې بندوي.

د جمعې پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنیو چارو وزير چوهدري نثار علي خان په مشرۍ شوې غونډه کې د انفارميشن ټکنالوجۍ وزارت ته ويل شوي چې له انټرنېټه دې هغه ټول مواد او ویب پاڼې لرې کړي چې د ترهګرۍ خورولو سبب کيږي.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په جاري شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د بنکونو او حوالې په ګډون د کومو لارو چې هم له وسله والو سره مرستې کيږي د هغې به مخه نيسې.

د کورنیو چارو وزير زياته کړې چې په پاکستان کې د شاو خوا لسو کروړو موبايل سيمونو به هم تصديق کوي.

ياده دې وي چې دا ګامونه د هغه شل نکاتي تګلارې برخه ده چې حکومتتېره مياشت په پېښور آرمي پبلک سکول تر بريد وروسته د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره جوړه کړې ده.

له بلې خوا، د پاکستان پوځ مشر ويلي دي چې د ترهګرۍ او سختدريزۍ په اوږدمهاله توګه د له منځه وړلو لپاره قامي تګلارې پلان کافي دی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې وياند مېجر جنرل عاصم باجوه د جمعې پر ورځ په خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو چې د پوځ مشر راحيل شريف دغه خبرې په لندن کې د ستراتژيکي مطالعاتو په نړيواله اداره کې د خپلې وينا پرمهال کړې دي.

د ده په خبره د پوځ مشر ويلي دي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپار جوړه شوې قامي ايکشن منصوبه يوه کوټلې ايجنډه ده او حکومت پوره هڅې کوي چې عملي يې کړي.

راحيل شريف ويلي دي چې په وسله والو کې هېڅ توپير نه کوي او د ټولو پرضد عمليات روان دي.

نوموړي زياته کړی چې له افغانستان سره هم د دوی اړيکې په ښه کېدو دي.

بلخوا افغانستان د هغو راپورونو هرکلی کړی دی چې له مخې يې پاکستان اراده لري حقاني شبکهاو ځينې نوري وسله والې ډلې غيرقانونه وګرځوي.

د افغانستان د بهرانېو چارو وزارت وياند شکیب مستغني د جمعې پر ورځ له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وويل چې د ترهګرۍ سره د مبارزې پر وړاندې چې هر کار کېږي، افغان حکومت ورته په ښه نظر ګوري.

د رپورټونو له مخې، پاکستان غواړي د حقاني شبکې او جماعت الدعوه ډلې په ګډون په دې هېواد کې پر لسو نورو ډلو بنديز ولګوي.

افغانستان تور لګوي چې حقاني شبکه د پاکستان له زمکې د دوی په سرتيرو بريدونه کوي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG