د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : ناڅرګندو وسله والو ۴ پولیس په ډزو وژلي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان د سند ایالت چارواکي وايي په کراچۍ ښار کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو څلور پولیس والا وژل شوي دي. تیره شپه په لیاري کې د پولیسو پر پوستې او نن سهار په ناظم اباد کې د یو جومات په ساتونکو پولیسو په ډزو کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کراچۍ ښار کې د تیر کال په څیر په روان کال کې هم د هدفي وژنو لړۍ دوام لري چې په ترڅ کې يې د پږولیسو مامورین هم په نخښه کیږي. د پولیسو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۵ م کال کې تراوسه د پولیسو ۱۵ سرتیري وژل شوي دي.

د کراچۍ پولیسو ویاند عتیق شیخ د یکشنبې په سهار مشال راډیو ته وویل چې پر پولیسو اکثره بریدونه د نوموړي ښار په لویدیځه برخه کې ترسره کیږي. نوموړی زیاتوي، پر پولیسو د وسله والو بریدونه په دې وروستیو کې زیات شوي او علت یې دادی چې ددوی سرتیري اوس د کراچۍ په هغو برخو کې هم عملیات کوي، چې پخوا به یې نه کول.

په کراچۍ ښار کې د اکثرو بریدونو پړه وسله وال طالبان په غاړه اخلي او داسې هم ویل کیږي چې د پاکستان تحریک طالبان ډلې دنوموړي ښار په اکثرو برخو کې خپل کسان ځای پرځای کړي چې وخت په وخت دا ډول بریدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG