د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پوليسو لس کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي


د ننګرهار چارواکي وايي په سلګونو کيلو ګرامه اپين، او يو نيم سل ليتره تيزاب يې له پينځو تنو سره نيولي او هم يې څلور تنه سړي تښتوونکي نيولي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي په سلګونو کيلو ګرامه اپين، او يو نيم سل ليتره تيزاب يې له پينځو تنو سره نيولي او هم يې څلور تنه سړي تښتوونکي نيولي دي.

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په ضد د مبارزې پوليسو د چارشنبې پر ورځ لس تنه چې د بېلابېلو جرمونو په تړاو يې نيولي وو، د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنيو ته ښکاره کړل.

د ننګرهار امینه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد په دې اړه خبریالانو ته وويل:

(( د تروريزم په ضد پوليسو په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې په څلورو بیلابيلو قضيو کې يو تونس موټر چې د مخدره توکو لپاره يې تيزاب انتقالول، د هغې په تور يې دوه نفر نيولي چې يو سل او پنځوس ليتره تيزاب يې په ډیر ماهرانه ډول په ځای کړي وو. همدا رنګه په يو مزدا موټر کې چې په سلګونو کيلو ګرامه تاریاک چې د ګل پيانو په موټر کې يې په ډير ماهرانه ډول ځای په ځای کړي وو، هغه هم کشف شوي او نيول شوي دي.))

جنرال شيرزاد وړاندې وايي چې څلور تنه هغه سړي تښوونکي يې هم نيولي چې شپږ مياشتې وړاندې يې، يو تن تښتولی و.

(( څلور نفره اختطاف چيان چې پينځه شيږ مياشتې مخکې يې يو تن چې نجیب الله نوميده، هغه يې اختطاف کړی و، او د يو لک امریکايي ډالرو په مقابل کې يې بیا راخوشې کړی و. نن زموږ کشفي پوليسو او د جنايي جرمونو په ضد پوليس په دې وتوانیدل چې هغه څلور نفره ونيسي، موضوع يې تر څيړنې لاندې ده.))

جنرال شیرزاد وايي چې يو تن وسله وال طالب يې د کشفي راپورونو په اساس په خپل کور کې له مهماتو سره نيولی او زیاتوي چې سږکال يې د ننګرهار د ولسونو په مرسته ډيرې لاسته راوړنې لرلي دي.

XS
SM
MD
LG