د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې نوي پوځي ودانۍ جوړې شوې


د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې د چټک غبرګون د پولیسو له پاره د درې مېليونه اوه لکه ډالرو په لګښت بېلابېلې ودانې جوړې او ګڼه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه کې د چټک غبرګون د پولیسو له پاره د درې مېليونه اوه لکه ډالرو په لګښت بېلابېلې ودانې جوړې او ګڼه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتیکا ځايي ملکي او پوځي چارواکي وايي، چې په دې ودانیو کې نه یوازې د پولیسو له پاره د ژوند او استوګنې مناسب شرایط برابر شوي، بلکې د دوی د پوځي ښوونې او روزنې له پاره هم په کې ښه میدانونه جوړ شوي دي.

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د امنيه قوماندانۍ د چټک غبرګون د سرتیرو له پاره يادې جوړې شوي ودانۍ په اته جرېبه ځمکه کې د امريکا متحده ايالتونو په مالي مرسته د درې مېليونه، اوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.

د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي تېره ورځ د دې ودانیو د پرانیستې په مراسمو کې په خپلو خبرو کې د امریکا د متحده ایالاتونو د مرستو مننه وکړه او ویې ویل، چې په دې اساسي دفترونه کې به د چټک غبرګون پولیس د ښو او وړ اسانتیاوو څخه برخمن وي:

((موږ د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون د قطعې له پاره د نویو ودانیو افتتاح وکړه، چې د دوست هېواد امریکا متحده ایالاتو په مالي کمک تقریباً په اوه دېرش لکه ډالرو دا ودانۍ جوړې شوې، زموږ ځانګړي ځواکونه به هغه لازم سهولتونه چې دلته ورته په پام کې نیول شوي ولري، د هغوی به روزنیز بهیر کې به ډېر موثر واقع شي او همدارنګه هغه ورځنۍ دندې چې دوی يې لري، په ډېر ښه ډول ترسره کړي.))

مرستيال والي په هېواد کې د ايساف ځواکونو پر روزنير ماموريت هم ټينګار وکړ، نوموړي وويل د ايساف جګړه ييز ماموريت په روزنير اوښتی، خو افغان امنيتي ځواکونه لا هم تجهير او اکمال ته اړتیا لري.

د پکتیکا سرپرست امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزی وویل، چې په دې تاسیاستو کې د سرتیرو د روزنې له پاره ښه شرایط برابر شوي او بل لوري ته به له دې ځایه د پيښو ځایونو ته هم پر وخت رسیده ګي کولای شي.

په پکتیکا کې د خاصو ځواکونو قوماندان عزیزالله کاروان هم یادونه وکړه، چې د دې تاسیساتو په جوړولو سره به د دوی پوځي دندې لا چابکې شي او د خپلو خلکو د امنیت ساتنې له پاره به هر ځای ته په موقع او بشپړه مسلکي بڼه خپل ځانونه ورسوي.

XS
SM
MD
LG