د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو کډوالو ستنولو لړۍ ژر پیلېږي


د وزیرستان یخ وهلي کډوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00

د وزیرستان یخ وهلي کډوال

عبدالقادر بلوچ د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل دا کډوال چې شمیره یې شاوخوا دوه ملینه ته رسېدلې ده، د ستنولو لرۍ به په یو کال کې مکمل شي

د پاکستان سرحدونو او کډوالو چارو وزیر وايي له قبایلي سیمو بې کوره کړل شوو کډوالو خپلو کورونو ته د ستنولو لړۍ به د راتلونکې میاشتې »فېبروري» له ۱۵ مې نیټې پېلېږي.

عبدالقادر بلوچ د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل دا کډوال چې شمېره یې شاوخوا دوه ملینه ته رسېدلې ده، د ستنولو لړۍ به په یو کال کې مکمله شي او په دې به سل اربه روپۍ لګښت راځي چې پکې د متاثرینو سره مالي مرستې هم شاملې دی.

نوموړي وویل، که یو خوا په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عملیات جاري دي نو بل پلو د هېواد په ښارونو او نور برخو کې هم د وسله والو خلاف عملیات کېږي.

عبدالقادر بلوچ پر رسنیو ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ خلاف دې د انتظامیې او پولیس مرسته وکړي.

د افغان کډوالو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل، حکومت ژمن دی چې د سږني کال د ډیسېمبر له ۳۱ مې نېټې پس به د افغان کډوالو خپل هېواد ته په باعزته توګه ستنېدل باوري کړي.

له شمالي وزيرستانه د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی محمد نظير له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د کډوالو ستنېدل به په پړاوونو کې کې وي:

«لومړی به د ميرعلي او سپين وام تحصیلونو کډوال خپلو سيمو ته ستنول کېږي او زموږ کوښښ دی چې اغېزمن کډوال په ستنولو کې ستونزه ونه لري. او دا وجه ده چې موږ به هرې کورنۍ ته د ستنېدو لپاره ٣٠ زره روپۍ کرايه او څلور لاکه روپۍ د کورونو جوړولو لپاره ورکوو. د دې ترڅنګد بجلۍ، صحت او سکولونو پرته د نورو يو شمېرمحکمو کسان مو هلته لېږلي دي چې د متاثرينو لپاره انتظامات مکمل کړي»

محمد نظير دا هم وویل چې دوی پوره پوره هڅه کوي چې د شمالي وزيرستان هغه متاثرين چې تراوسه له نوملیکنو «رجسټرېشن« پاتې دي، تر ستنېدو مخکې یې انداراج وشي چې له کېدونکو مرستو ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG