د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د افغانستان سترې لوبې ته ودانګل


ورځپاڼې بلومبرګ خپله اداريه په افغانستان کې د چين پر رول ليکلې ده چې سر ليک يې دی( چين د افغانستان په ستره لوبه کې شاملېږي

که څه هم امريکايې چارواکي د چين د همکارۍ ستاينه کوي خو بيا هم دوی په اشيا کې د بيجنګ مخ په زياتېدو اغيز په محتاطه توګه څاري اوامريکايې ولسمشر بارک اوباما پر دې اړه خپل وروستی غبرګون د تېرې نهې پر ورځ کانګرس ته په خپله اونيزه کې د وينا پرمهال ښودلی وو. البته امريکا غواړي چې په افغانستان کې د ثبات پرځای کولو لړ کې د چين رول ختم نه بلکې زيات شي.

له افغانستانه د امريکايې ځواکونو د وتو په صورت کې نوی افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پر دې لټه کې دی چې په هېواد کې د جګړې د له منځه وړلو په لړ کې د چين رول زيات کړی دی. همداراز افغان ولسمشر خپل ړومبی سفر هم چين ته وکړ او دارنګیې د دې هېواد له چارواکو وغوښتل چې په افغانستان کې د دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې مرسته وکړي او له دې يوه مياشت وروسته داسې رپورټونه وو چې د وسلوالو لخوا لېږل شوی يو پلاوي په بيجنګ کې ليدل شوی وو.

د دې برعکس اشرف غني که يو خوا هند ته سفر ونه کړونو بلخوا يې د هندوستان لخوا د هيلي کاپټرو او نور پوځي سامان افغانستان ته د ورکولو وړانديز هم وځنډولو.

په اداريه کې راغلي دي اشرف غني دا هرڅه د چين لپاره نه بلکې د پاکستان د خوشالولو لپاره کوي ځکه چې له طالبانو سره څه قسمه روغه جوړه د پاکستان د پوځ ملاتړبغير ممکن نه ده او اسلام اباد په افغانستان کې د هندوستان هلوځلو ته د شک په سترګه ګوري، نو د اشرف غني د نوې ډلې پرځای چين ته د توجو ورکولو اصل موخه هم دا ده چې اسلام اباد خوشاله شي او هم دغه وجه ده چې د پاکستان له لورې د افغانستان په زمکه بريدونو کې کمی راغلی دی او داسې ويل کېږي چې د دواړو هېوادو ترمنځ استخباراتي همکاري ښه شوې او داسې ښکارې چې پاکستان د افغان سرتېرو پرضد جنګېدونکې حقانې ډلې باندې بنديز لګولو ته چمتو دی.

په اداريه کې راغلي دي چې په افغانستان کې د امريکا او چين ګټې له يو بل سره په ټکر کې دي.

چين غواړي چې د افغانستان له معدينياتو ګټه واخلي خو دا ده چې چين دا هم نه غواړي چې د بيجنګ پرضد جنګېدونکیو اویغور وسلوالو ته په افغانستان کې د پټېدو ځايونه برابر شي.

بلخوا په افغانستان کې د هندوستان جايزې سياسي او کاروباري ګټې دي خو په افغانستان کې د چين له موجودګۍ سره دغې ته تاوان رسيږي خو ښکاري داسې چې چين له طالبانو سره د پاکستان له اړيکو ګټه پورته کوي. په اداريه کې راغلي دي بايد چې امريکايې سفارتکار پاکستان ته وايي چې په افغانستان کې نور له پراکسي جګړې لاس واخلي. همداراز که حقاني وسلوال په کابل کې د هندوستان په سفارت بيا بريدونه کوي يا د سپرلي په عملياتو کې وسلوال د افغان ځواکونو پر ضد بريدونه کوي نو په افغان ولسمشر اشرف غني او هندي وزيراعظم نريندرا مودي به بيا فشار زيات شي چې په ښکاره له يو بل سره همکاري وکړي او ممکنه ده چې دغه همکاري په مستقل ډول د پوځي مرستو په برخه کې وي خو له دې سره به کېدی شي چې د دوو اټومي هېوادونو ترمنځ په ښکاره پراکسي جګړه پيل شي، همداراز په افغانستان کې د ثبات پرځای کولو لپاره ضروري ده چې د ټولو هېوادونو ستراتیژيکې اندېښنې هم ختمې کړل شي.

XS
SM
MD
LG