د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا ، سیمې او نړۍ روانې چارې


مشال راډیو
مشال راډیو

پاکستان او چین

د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحيل شريف نن چين ته په دوه ورځني سفر رسيدلی.د پوځ د اطلاعاتو څانګې ايي ايس پی ار لخوا خپره شوې ننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې جنرل راحېل شريف د چين د پوځ د مرکزي کمانډ کميشن د مرستيال مشر جنرل فان چينلانګ سره نن په بيجينګ کې ملاقات کړی او د امنيتي مسايلو تر څنګ يې په ځينو نورو دوه اړخيزو موضوعاتو خبرې کړي دي.

خیبر ایجنسي

د خيبر ايجنسۍ په تيراه سيمه کې پرون ماښام په يوه چاودنه کې د يوې حکومت پلوه ډلې دوه کسان وژل شوی دي. په سيمه کې يو امنيتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط بيګا مشال راډيو ته وويل چې د تيرا په نري بابا کې شوې دې پېښه کې وژل شوي کسان د توحيد اسلام ډلې غړي وو.لشکر اسلام وسله والې ډلې د دې برید زمه واري منلي ده.

خیبر پښتونخوا

د خيبر پښتونخوا وزيراعلی له قبايلي سيمو د بې کوره کړل شوو کډوالو د بيا ستيندو په اړه متعلقه ادارو ته هدايات جاري کړي دي. د وزيراعلی پرويز خټک له خوا پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي چې له قبايلي سيمو څخه د جګړو له وجې بې کوره شوو کورنيوو سره مرسته کوونکو ادارو ته لارښوونه کړي چې د دي خلکو د واپسۍ لړ کې دي هر قسمه لاس امداد يقيني کړي.

چارواکو تر دي مخکې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان کډوال به راتلونکې فرورۍ مياشت کې خپلو سيمو ته ستنيدل شروع شي.د وزيراعلی له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ټولو هغه افغان کډوالو سره به د ټرانسپورټ په برخه کې مرسته کيږي چې غواړي افغانستان ته لاړشي.

کندهار

افغان چارواکي وايي چې دکندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یوې چاودنې یو پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان کړي دي. دکندهار د سرپرست والي ویاند صمیم خپلواک مشال ريډيو ته نن ويل چې چاودنه نن غرمه يو موټر سايکل کې د چاوديدونکو موادو په ذريعه شوي ده.

همداراز نن سهار د کابل ښار په قصبه کې نن په يو ځانمرګي بريد کې بريدکوونکی وژل شوی او دوه کسان يې زخميان کړي وو. د کندهار د چاودنې زمه واري چا نه ده اخيستي خو د کابل د هغې طالبانو منلي ده.

کابل

د افغانستان د نوې کابينې څلورو کاندید وزیرانو نن پارليمنټته خپل پروګرامونه تشریح کړل. په دې کسانو کې دلوړو زده کړو وزارت لپاره خاطره افغان، داقتصاد وزارت لپاره سردارمحمد رحمن اوغلي، دکډوالو چارو وزارت لپاره سیدحسین عالمي بلخي او د تجارت وزارت لپاره سردار محمد رحیمي شامل دي.

د يو بل خبر ترمخه پارليمان تاييد کړي چې د بهرنيوو چارو وزارت لپاره کانديد صلاح الدین رباني، دبریتانیا او دکورنیو چارو وزارت لپاره کاندید نورالحق علومي او کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره کاندید وزیر سادات نادري دهالنډ له تابعیتونو څخه تیر شوي تر څو د افغانستان د آيين ترمخه د وزير کېدو شرايط برابر او له پارلمان د اعتماد رايه واخلي.

نوی ډیلی

د امریکا ولسمشر باراک اوباما نوي دهلي کې د هندوستان د وزيراعظم نريندر مودي سره نن ملاقات کړی دی. ولسمشر اوباما چې نن هند ته ورسيد به سبا د دغه هيواد د يوم جمهوريه په موقعه دستوره کې د مشر میلمه په حيث برخه اخلي.

اوباما به د امریکا لومړۍ ولسمشر وي چې د هندوستان د یوم جمهوریه په مناسبت جوړ شوي پریډ کې به برخه اخلي.باراک اوباما به د هندي چارواکو سره د تجارت، ترهګرۍ سره د مبارزې، نړيوال امنيت او نورو دوه اړخيزو مسلو خبرې کوي.

اوباما د هندوستان دري ورځنی سفر د سعودي عرب سفر لپاره يو ورځ رالنډ کړی چې نوي پاچا سلمان سره د هغه ناسکه ورو پاچا عبدالله د مړيني په اړه تعزيت وکړي.

XS
SM
MD
LG