د لاسرسي ځای

تازه خبر

'خېبر پښتونخوا حکومت مو هاسټلې وتړلې چېرته ولاړې شو'


له مردان سره تعلق لرونکې حنا یوسفزۍ چې له تېرو دریو کالو راهیسې له یو غیرسرکاري ادارې سره کار کوي وایي، چې د دریو کالو په موده کې یې د هاسټلو رجسټریشن له وجې پنځه هاسټلې بدلې کړې دي.

په سرښار پېښور کې مېشت د خېبر پښتونخوا د مختلفو برخو ښځې کارکونکې وایې چې د سرکاري هاسټلونو د نشتوالي له وجې مجبوره دې چې په پرایوېټ هاسټلونو کې ژوند وکړي خو حکومت یې اوس هاسټلونه ورتړي او دوی یې له مشکلاتو سره مخامخ کړې دي.

په هاسټل کې د اوسیدونکیو ښځو کارکوونکو په وینا چې اکثره هاسټلونه یې غیر رجسټرډ دي او مالکانو یې د کاروبار په غرض پرانستې وې خو چې کله حکومتي نوټس راشي نو تر ټولو تکلیف دوی ته رسېږي.

له مردان سره تعلق لرونکې حنا یوسفزۍ چې له تېرو دریو کالو راهیسې له یو غیرسرکاري ادارې سره کار کوي وایي، چې د دریو کالو په موده کې یې د هاسټلو رجسټریشن له وجې پنځه هاسټلې بدلې کړې دي.

د دې په وینا چې د پرایویټ هاسټلو مالکان د هاسټلو د رجیسټریشن سوچ نه کوي خو دا خیال ضرور ساتي چې څنګه زیات رقم وصول کړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نوموړي زیاته کړه چې که حکومت د زنانو ترقې او د حقونو خبرې کوي نو بیا پکار ده چې کله یو هاسټل بندوي نو چې ورسره متبادل انتظام هم وکړي.

،، له شااوخوا دریو کالو راهیسې دا مسله اوچته شوې ده چې میونسپل کمیټې هاسټلونه بندول شروع کړي دي، دا هاغه هاسټلې دي چې رجسټرډ نه دي، یو ورځ مخکې راته وویل شي چې سبا ته هاسټل بندیږي نو بیا موږ سامانونه اوچت کړو کله یو ځای ته او کله بل ځای ته. د هاسټلو دا مسله په ټول پیښور کې ده،،

حنا حکومت ته وایې چې په پرایویټ شعبه کې کارکونکو ښځو لپاره دې د سرکاري هاسټلو انتظام وکړي چې هغې ته بیا دا مسله نه وي.

ښکاره خبره ده چې په پرایوېټ هاسټلونو کې د اوسېدو لپاره نه صرف زیاتې پیسې وصولېږي بلکې اکثره د هاسټلونو اوسېدونکي ګیله لرې چې د زیات رقم او ناقصه خوراک په لړ کې یې استحصال کېږي.

له مشال ریډلو سره په خبرو کې د چترال اوسیدونکې زبیده وایې چې پرایویټ هاسټلونو د بندولو معاملې او د بنیادي ضرورتونو د کموالي له وجې یې اوس ځان ته د کور یوه برخه په کرایه اخیستې ده.

خو د دې په وینا چې خرچ یې نور هم زیات شو او نشي کولی چې په ښه توګه د خپلې کورنۍ مدد وکړي.

،، د ټاون په یو هاسټل کې اوسیدو او چې کله راته معلومه شوه چې نوټس راغلې دي نو ډیره زیاته پریشاني وه ، یو خو دا چې موږ چترال سره تعلق لرو او بل دا چې دلته زموږ خپلوان هم نشته نو هاغه وخت راته ډیره مسله شوې وه ، بیا مو فیصله اوکړه چې هاسټل په ځایې یو کور اونیسو. نو دې له وجې زموږ خرچه هم کیږي خو یو ذهني اذیت نه بچ یو ، مخکې به مو هاسټل کې پنځه زره ورکوالاې او پدغه کمره کې به څلور جینکې هم وي او اوس زموږ خرچه شل زرو ته اورسیده ،،

پیښور کې یو غیر سرکاري ادارې سره کارکونکې زینت بی بی هم دې لړ کې وایې چې ،، یوې جینې لپاره دا ډیره ګرانه وي چې کله هاغه ماښام هاسټل ته لاړه شي او ورته اوویلې شي چې هاسټل بندیږي او تاسو خپل سامان اوچت کړې او ځان له بندوبست اوکړې،،

د زینت په وینا چې ټول څیزونه به دوي ځانونو سره په بیګونو کې اخیستې وو او کله یو اړخ ته او کله بل اړخ ته ، ځایې په ځایې د هاسټلو تپوسونه کوه، موږ د دې ځایې اوسیدونکې خو نه یو ، د یو جینې لپاره دا ګرانه چې ماښام هاغه ګرځي او ځان له ځایې لټوي،،

کله چې مشال راډیو د زنانه کارکونکو دې مسلې په اړه د اولسي خیر ښیګړې لپاره د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی ځانګړې مشیرې مهرتاج روغاني سره رابطه اوکړه نو د هغې وینا وه دا ناممکنه ده چې خېبرپښتونخوا حکومت به ټولې کارکونکو زنانو لپاره د ځایې بندوبست اوکړې.

د مهر تاج روغاني په وینا هاغه به داسي قانون جوړوي چې وړمبې درې میاشتو لپاره به د جینکو ته د سرکاري هاسټل سهولت وي خو بیا به دوي ځانله د خپل ځایې بندوبست کوي.

،، د زرګونو په شمیر کې زنانه کار کوي ، زه د نوې کارکونکې زنانو ذمه واره یم چې ځایونه نه لرې ، او هاغه زنانه کومې چې غیر سرکاري ادارو سره کار کوي او تنخاګانې اخلې ، هغې به ځانله ځایونه پخپله ګورې. زه به دارالامانونه جوړوم ، زه به د معذورانو او کونډو خیال ساتم چې کوم زما د نوکرې فرض دې او هغې په دایره کار کې راځي،،

هم پدې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د پیښور د ضلعې انتظامیې ویاند فیروز شاه وایې چې تر اوسه پورې د زنانو او نارینو دیرویشت هاسټلې بندې کړې شویدې او نور غیر قانوني بندلو لپاره د انتظامیې اپریشن روان دې.

،، دا هاسټلې په رهایشي علاقو کې دي چې هلته هر قسمه مسله پیښیدې شي ، نو پدې لړ کې د صوبایې حکومت احکامات دي چې یو بیله علاقه دې لپاره مختص شي چرته سیکیورټي سره نور هن مناسب اقدامات اوشي. او بل دا چې رهایشي علاقو ته مسله نه وي نو ځکه موږ دا اقدامات اوچت کړیدې،،

د ذکر ده پیښږر پشمول اسلام اباد کې هم د ملک مختلفو برخو نه راغلې کارکونکې زنانه شکایت لري چې په حکومتي سطح زنانو هاسټل لپاره څه کوشش نه کیږي او نه دوي له اړخه پرایویټ هاسټلو لپاره څه قوانین او اصول جوړیږي.

XS
SM
MD
LG