د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نور د فسادګرو، غلو او درغلګرو وخت تېر شوی"


په خوست کې د ولایتي شورا غړي وايي، چې نور په حکومتي ادارو کې د فسادګرو، غلو او درغلګرو وخت تېر شوی دی.

په خوست کې د ولایتي شورا غړي وايي، چې نور په حکومتي ادارو کې د فسادګرو، غلو او درغلګرو وخت تېر شوی دی.

دوی زیاتوي د ټولو ادارو او د هغوی د چارواکیو د کارونو اغېزمنتوب او لاسته راوړنې به وارزوي او که چیرې په کومه اداره کې فساد او په چارو کې يې ناراستي ولیدل شوه، نو د هغو پر وړاندې به جدي او پریکنده اقدام وکړي.

د خوست د ولایتي شورا یو شمېر غړو مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ادارو د چارو ارزونه، د بیارغونې د بهیر ګړنیتوب، ښه حکومتوالي او د پوهنې د بهیر پرمختیا ته پاملرنه یې په کاري لومړیتوبونو کې ده او دوی به په دې اړه په جدیت او قاطعیت فعالیت وکړي.

د خوست د ولایتي شورا یو تن ځوان غړي عبدالولي واحدزي وویل، چې دوی به د ادارو د ټیټ رتبه مامورینو سره په تماس کې شي او د هغو څخه به د اړوندو ادارو د کارونو د څرنګوالي او شفافیت په اړه کره مالومات راغونډ کړي:

((د ښې حکومتدارۍ او غوره ادارې د رامنځته کولو له پاره به موږ په هره اداره کې د ټیټ رتبه مامورینو سره تماسو ونیسو، د دوی څخه به د اړوندو اداره په اړه مالومات وغواړو، تر ټولو مهمه داده، هغه چارواکي چې په فساد کې ښکېل دي، د هغو په باب به قومي مالومات راټولو، د هغو په اړه به پریکنده او قاطع تصمیم نیسو، نور د فسادګرو، غلو او درغلګرو وخت تېر شوی ده او ولایتي شورا به په دې اړه جدي او قاطع تصمیم نیسي.))

د خوست د ولایتي شورا ښځیه غړې میرمن وږمه ارزو خپلې غوښتنې او د راتلونکي له پاره پلانونه داسې په ګوته کوي:

((زما یوازینۍ هیله او ارزو داده، چې زه خپلو خویندو سره کمک وکړم، هغو ښځو سره مرسته وکړم، چې وظیفه نه لري، یایې زړه تعلیم غواړي، د دوی د کورنیو سره وغږیږم، هغوی ته قناعت بخشه خبرې وکړم، تر څو دوی تعلیم ته وهڅیږي، بل د هغو کورنیو د مشرانو سره وغږیږم چې د ښځو سره تاوتریخوالۍ کوي، ملایانو او مشرانو سره وغږیږم تر څو تاوتریخوالی ختم شي.))

د ولایتي شورا غړی نورشاه نوراني وايي، چې دوی لپاره پوهنتون او د معارف بهیر ډېر ارزښتمن دی، ځکه په دې پسې د افغاني ټولنې راتلونکی تړلی دی، نو دوی به هڅه وکړي، چې له یوې خوا دې ځایونو نه فساد ورک کړي او بل يې په چارو کې هم ښه والۍ راولي:

((زموږ کاري لومړیتوبونو کې به لومړی پام معارف او پوهنتون ته وي، دویم به په خوست کې د بیارغونې ډيریدو ته پام کوو، د پروژو څخه به نظارت کوو، تر څو په لوړ کیفیت سره پروژې ترسره شي او بل په ځینو ادارو کې د چارواکیو د کارونو د موثریت ارزونه وي.))

بلخوا د خوست اوسیدونکي او مدني فعالان د ولایتي شورا د دې پریکړې هرکلۍ کوي، خو اندیښنه لري، چې ممکن د ولایتي شورا غړي هم د د فسادګرو تر اغېز لاندې راشي.

لیکوال او ژورنالېست اسد فروتن وايي:

((دا یو ښه پروګرام دی، خو شرط دادی، چې ولایتي شورا په خپل تصمیم کلکه ودریږي او په راتلونکې کې د فسادګرو سره لاس یو نه کړي، ځکه فسادګر په دې کار کې ډېر مهارت لري او په ډیرې اسانۍ سره پاک او سپيڅلي خلک هم په خپله لومه کې بندوی شي، باور لرم که ولایتي شورا د خلکو د غوښتنو په رڼا کې عمل وکړي، نو د ولسونو او قومونو ستر ملاتړ به لاسته راوړي.))

یاده دې وي، د خوست ولایتي شورا غړي داسې مهال د فساد او د فسادګرو پر وړاندې د پریکنده مبارزې غږ اوچتوي، چې یادې شورا په خپلو کې د اداري پلاوي او سناتور پر ټاکل کېدو درې میاشتې ناندرۍ لرلې او د خلکو په وینا د شورا دروازه د همدې ناندریو له کبله درې میاشتې تړلې پاتې وه.

XS
SM
MD
LG