د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ولایتي شورا خپله دروازه وتړله


د خوست ولایتي شور ا غړو د اعتراض په بڼه د ولسي جرګې له خوا د ولایتي شوراګانو د نظارت د تصویب شوي قانون پرخلاف نن د پنجشنبې ورځې ناوخته د شورا دروازه وتړله، په دې قانون کې د ولایتي شوراګانو څخه د ځايي حکومتي ادارو د نظارت حق اخیستل شوی دی.

د خوست ولایتي شور ا غړو د اعتراض په بڼه د ولسي جرګې له خوا د ولایتي شوراګانو د نظارت د تصویب شوي قانون پرخلاف نن د پنجشنبې ورځې ناوخته د شورا دروازه وتړله، په دې قانون کې د ولایتي شوراګانو څخه د ځايي حکومتي ادارو د نظارت حق اخیستل شوی دی.

د خوست د ولایتي شورا غړي وايي، که ولایتي شوراګانې د حکومتي ادارو او پرمختیايي پروژو څخه د رسمي نظارت حق او صلاحیت ونه لري، نو دا شوراګانې سمبولیکې پاتې کیږي او دوی نه شي کولای چې په چارو کې د شفافیت او د حکومتي ادارو د فعالیتونو په باب د خپلو خلکو او موکلینو غوښتنې ترسره کړي.

ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو د نظارت قانون تصویب کړ، چې له مخې يې ولایتي شوراګانې د ځايي ادارو د چارو څخه د نظارت حق نه لري.

د خوست د ولایتي شورا غړي عبدالولي واحدزي د شورا د تړل شوې دروازې په مخکې رسنیو ته په خبرو کې د ولسي جرګې دا پریکړه غیرعادلانه یاده کړه او ګواښ يې وکړ، تر څو، چې ولسمشر او د مشرانو جرګه په دې قانون کې تعدیل او بدلونه رانولي، تر هغه به د شورا دروازه تړلې وساتي:

((تر څو چې ولسمشر او مشرانو جرګې زموږ غوښتنو ته ځواب نه وي ویلی او په دې غیرعادلانه قانون کې تعدیل نه وي راغلی، د خوست د ولایتي شورا دروازه به تړلي وي او مور به خپل فعالیت په ټپه درولی وي.))

د شورا یو بل تن غړی مجیب الرحمن سلیم زوی وايي، چې د ولسي جرګې غړو د خپلو موکلینو غوښتنو ته پر وخت ځواب نه دی ویلی، ولې ولایتي شورا یوازینۍ ځای دی چې خلک ورڅخه د خپلو ستونزو او غوښتنو د ترسره کیدو هیله لري.

د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني ګواښ وکړ، که غوښتنو ته يې توجه ونه شي، نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

قومي مشر موسی جان ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د ولایتي شورا د دروازې تړل کیدل د خلکو په ټولنیزو چارو اغېز لري او باید د حکومت لوړپوړي چارواکي او مسوولې ادارې په دې باب په فکر سره قدم واخلي:

((زموږ مشران باید ددغو مشکلاتو په رفع باندې چې د ولایتي شوراګانو د دروازو د تړل کېدو موجب ګرځي، باید په دې باندې سالم فکر وکړي او د خلکو دمشکلاتو په اړه یو مثبت سنجیش وکړي.))

د خوست ولایتي شورا داسې مهال خپله دروازه تړي، چې په همدې ورځ د ختیز زون څلورو ولایتونو ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان کې هم له همدې کبله ولایتي شوراګانو خپلې دروازې تړلې دي.

یاده دې وي د خوست ولایتي شورا ایله یوه اونۍ وړاندې د درې میاشتنیو داخلي اختلافونو تر حل وروسته خپل کار پیل کړی وو، د ولایتي شورا غړو ویلي ول، چې په دې ولایت کې به د فساد او فسادګرو سره په کلکه مبارزه وکړي، خو د ولسي جرګې له خوا نوي تصویب شوي قانون چې لا توشیح او نافذ شوی نه دی، له پیله د دوی د دې ارادې پر وړاندې خنډونه ایجاد کړل.

XS
SM
MD
LG