د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځي عدالتونه نه منو. وکيلان


د زيارت په ورځ لاهور کې د ټول پاکستان وکيلانو يو کنونشن وشو چې پکې د څلور واړو صوبو وکيلانو ګډون وکړو.

د وکيلانو وينا وه چې دوی به په هر حال کې د پوځي عدالتونو او يوويشتم آئيني ترميم مخالفت کوي ځکه چې دا د بنيادي بشري حقونو او آئين پر ضد دی او له دې سره به پوځ ته په سياسي معاملو کې د لاسوهنې موقع میلاو شي.

وکيلانو هغه خبرې بې بنياده وګرځولې چې ګنې له عدالتونو خلکو ته سزاګانې نه اورول کېږي. د دوی په خبره د عدالت کار سزا اورول وي او په هغې عملدرامد د انتظامیې کار وي خو له بده مرغه انتظاميه خپل کار په سم ډول نه کوي او الزام په عدليه راولي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د پېښور بار ايسوسي اېشن يو غړي او کنونشن کې د خېبر پښتونخوا نمائندګي کوونکي وکيل نور عالم خان وینا وه چې که داسې هر څه پوځ ته حواله کېږي نو يوه ورځ به پارليمان هم پوځ ته حواله شي.

د ده په خبره په ادارو کې اصلاحات پکار دي او هرې ادارې ته په خپل چوکاټخپل خپل کار سرته رسولو ضرورت دی.

هغه کوم قسم اصلاحات دي چې ورسره به عدالتونه په ښه شان د کار کولو جوګه شي؟ په دغه اړه مشال رېډيو مردان کې د مېشت يو وکيل او مردان بار اېسوسي اېشن پخوانی صدر اکبر هوتي وايي، چې د آئين نهم آرټيکل د انسان د ژوند ضمانت ورکوي او ترڅو چې د يو تن ژوند نه وي محفوظه او آزادې فيصلې کېدل ګران دي.

ده زياته کړه چې ججانو، وکيلانو او د عامو خلکو د ژوند حفاظت لپاره اقدامات او ورسره ورسره د قانون، پوليس کردار او طريقه کار کې اصلاحات هم پکار دي.

ياده دې وي چې د کنونشن دوران وکيلانو د پوځي عدالتونو په ضد يو قرارداد هم منظور کړو او پرېکړه وشوه چې راتلونکي کې به وکيلان د هر زيارت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي.

دا دې هم ياده وي چې د آئيني ترميم په ضد سپريم کورټ کې يو درخواست هم منظور شوی دی او د هغې دويمه اورېدنه به د فېبرورۍ پر دوولسمه نېټه کېږي.

په اته ويشتمه جنورۍ شوې اورېدنه کې عدالت وفاق او صوبو ته نوټسې جاري کړې وې.

XS
SM
MD
LG