د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر ایجنسي: په فرورۍ میاشت کې به ټول کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي


پخوانی انځور
پخوانی انځور

په قبایلي سیمو کې د افتونو سره د مبارزې اداره وايي د خېبر ایجنسۍ د باړې راجستر شویو کډوالو ته به د ستنېدو پرمهال د مرستو د ښه انتظام لپاره ځانګړي سیم کارتونه او د پیسو د راویستلو (ATM) کارتونه ورکول کیږي.

د FDMA چارواکي وايي په لومړي قدم کې به د شلوبر ، برقمبرخېل ، ملک دین خېل ، قمرخېل ، ستوري خېل، او اکاخېل باړې سیمې ته خلک ستنوي.

نوموړې اداره وايي د یادو سیمو راجستر شوي کډوال د فرورۍ د میاشتې له څلورمې نېټې نه په پېښور کې د ځانګړو مرکزونو څخه ترلاسه کولی شي.

په خېبر ایجنسۍ کې د خیبر ون په او تر دې وړاندې په نورو نومونو ترسره شویو عملیاتو لسګونه زره خلک د خپلو کورونو نه وتلو او د پېښور شاوخوا سیمو ته کډه کېدو ته اړویستلي وو.

د FDMA یو چارواکي عادل ظهور د خېبر ایجنسۍ د کډوالو د بیرته ستونولو په اړه مشال راډیو ته وویل :

(( موږ به د سیم کارتونو او ای ټي ایم کارتونو د لارې دغو خلکو سره نغده مالي مرسته کوو. کډوال به په دغو پیسو د بیرته ستنېدو لپاره د ګاډو انتظام پخپله کوي. زمونږ به هڅه داوي چې د فرورۍ تر پایه ټول کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.))

د باړې مشران د قدرتي افتونو سره د مبارزې د ادارې وروستي پریکړه ستايي خو وايي دغه مرستې کافي نه دي، حکومت دې د خلکو سره د کورنو په ترمیمولو کې هم مرستې وکړي.

د خېبر ایجنسۍ د کډوالو د ستنولو دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې خو تیره ورځ د خېبر پښتونخوا ګورنر ویلي وو چې په فرورۍ میاشت کې به له خیبر ایجنسۍ نه بې کوره شوي خلک بیرته خپلو سیمو ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG