د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف: قانوني افغان کډوال به نه ځورول کیږي


افغان سفیر جانان موسی زی د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره د ملاقات پرمهال
افغان سفیر جانان موسی زی د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره د ملاقات پرمهال

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي د تحریک انصاف مشر عمران خان دوی ته ډاډ ورکړی چې تر دې وروسته به د خیبر پښتونخوا حکومت افغان کډوال نه ځوروي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي د خالي په ماښام د تحریک انصاف د مشر عمران خان سره د هغه په استوګنځي ( بني ګاله ) کې ولیدل او د کډوالو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې. ددې ملاقات په دوران کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک او نور لوړ پوړي چارواکي هم موجود وو.

دا ملاقات په داسې وخت کې ترسره شوی چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پولیسو د افغان کډوالو نه پوښتنې ګرویږنې زیاتې کړي او زیات شمېر کډوال د پولیسو لخوا نیول شوي هم دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د یو راپور سره سم په جنورۍ میاشت کې له شلو زرو زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یو چارواکي شفیق حسن د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل :

(( د تحریک انصاف مشر عمران خان د افغان پلاوي د ورتګ درناوی وکړ او ورته یې ډاډ ورکړ چې د پښتونخوا پولیس به قانوني اسناد درلودونکي افغان کډوال نه ځوروي. ))

نوموړی وايي په دې خبره هم موافقه وشوه چې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره به یوه شریکه کمیټي هم جوړول کیږي چې ورکې به د پېښور د قونصلګرۍ چارواکي او همدارنګه د صوبايي حکومت چارواکي هم شامل وي.

دامهال په پاکستان کې د یو نیم میلیون څخه زیات قانوني اسناد لرونکي افانان د کډوالۍ ژوند تیروي خو په زرګونو نور بې له قانوني اسنادو په خیبر پشتونخوا کې اوسیږي.

XS
SM
MD
LG