د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان په کرکټ کې ښه راتلونکې لري'


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان ملي لوبډله به د بنګله دېش تر څنګ د سري لنکا، سکاټ لېنډ، اسټراليا، نيوزي لېنډ او انګلېنډ په وړاندې هم لوبېږي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د فېبرورۍ پر اتلسمه نېټه په لومړي ځل په پنځوس اوريزو نړيوال کپ کې لوبه کوي. افغانستان په اې ګروپ کې دی او لومړۍ لوبه به يې د بنګله دېش پر وړاندې وي.

اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان غوندې جګړه ځپلي هېواد ته دا څومره لويه لاس ته راوړنه ده چې د کرکټ په نړيوال جام کې ولوبېږي؟

رئيس احمدزي زياته کړه چې افغانان په دې نړيوال جام کې د خپلې ملي لوبډلې ليدو ته داسې په انتظار دي لکه ماشومان چې اختر ته ورځې شپې شماري.

که څه هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر دې وړاندې د اسيا کپ تر څنګ د کرکټ په شل اوريزه نړيوال جام کې هم دوه ځله لوبېدلې ده خو د کرکټ پوهانو په وينا، تر نړيوال پنځوس اوريزه جامه رسېده ډېره لويه لاسته راوړنه ده.

رئيس احمدزي يو له هغو افغان لوبغاړو دی چې د کرکټ لوبه يې افغانستان ته غځولې ده، وايي، په پيل کې يې فکر نه کاوه چې هېواد به يې په نړيوال ډګر کې دې اوسني مقام ته ورسېږي.

ریس احمدزی
ریس احمدزی

نوموړی زیاتوي، «زما په ياد دي کله چې په ۲۰۰۴م کال کې موږ په لومړي ځل ملایشيا ته سفر وکړ نو هلته مو د اسيا د کچې لوبډلې وليدلې نو موږ ته اندازه وشوه چې که زيار وباسو نو د دې امکان شته چې د افغانستان ملي لوبډله هم د نړۍ په ښو لوبډلو کې شمار شي.»

د يادونې وړ ده چې افغانستان به د بنګله دېش تر څنګ د سري لنکا، سکاټ لېنډ، اسټراليا، نيوزي لېنډ او انګلېنډ په وړاندې هم لوبېږي.

رئيس احمدزي زياته کړه چې افغانان په دې نړيوال جام کې د خپلې ملي لوبډلې ليدو ته داسې په انتظار دي لکه ماشومان چې اختر ته ورځې شپې شماري.

ده وويل، «تاسو باور وکړئ چې زه په جامو کې نه ځايېږم. موږ چې دلته خلکو ته ګورو نو د خپلې لوبډلې ليدو ته داسې په انتظار دي لکه موږ چې به په ماشومتوب کې اختر ته په تمه وو»

د ريس احمدزي په وينا، کرکټ په افغانستان کې اوس يوازې يو لوبه نه ده بلکې د افغانانو ترمنځ د يوالي يو سمبول ګرځېدلی دی.

«تر نړيوال جامه رسېدل او په هغه کې لوبېدل ډېره لويه خبره خو زما په خيال افغان لوبغاړي بايد روغ اوسېدو ته زياته پاملرنه وکړي او زيات تمرين وکړي. دوي بايد دې نړيوالو لوبغاړو ته وګوري او له هغوی څخه لوبه زده کړي«
محمد حنیف

د پاکستان کرکټ نوميالی پخوانی لوبغاړی حنيف محمد وايي، د افغان لوبغاړو لوبه يې له نژدې لیدلې ده او فکر کوي چې افغانستان به په کرکټ کې زښته ډېر پرمخ ولاړ شي.

حنيف محمد وويل:

»ما چې کله افغانان وليدل نو ډېره خوشاله شوم چې دوی اوس ډېره ښه لوبه کوي. لکه څنګه چې د کرکټ لوبه په افغانستان کې مخ پر پراخېدو ده او ځوانان مينه ورسره لري نو دې ته په کتلو داسې ښکاري چې افغانستان په کرکټ کې ډېر ښه راتلونکې لري)

افغان لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې تیاری کوي
افغان لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې تیاری کوي

افغانستان نه يوازې په لومړي ځل د کرکټ په پنځوس اوريز نړيوال کپ کې لوبېږي بلکې هلته يو شمېر داسې لوبډلې هم شته چې تر اوسه يې ورسره لوبه نه ده کړې.

حنيف محمد وايي، افغان لوبغاړي بايد له دې لوبو څخه زده کړه وکړي.

نوموړي وويل: «تر نړيوال جامه رسېدل او په هغه کې لوبېدل ډېره لويه خبره خو زما په خيال افغان لوبغاړي بايد روغ اوسېدو ته زياته پاملرنه وکړي او زيات تمرين وکړي. دوي بايد دې نړيوالو لوبغاړو ته وګوري او له هغوی څخه لوبه زده کړي«

د يادونې وړ ده چې افغانستان به د بنګله دېش تر څنګ د سري لنکا، سکاټ لېنډ، اسټراليا، نيوزي لېنډ او انګلېنډ په وړاندې هم لوبېږي.

XS
SM
MD
LG