د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټول افغان کډوال به کيمپونو ته استول کيږي'


د حکومت پر دې فيصله په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې د دوی په ښارونو کې له مودو مودو کاروبارونه دي او نشي کولې چې په کيمپونو کې ژوند تېر کړي ځکه چې په کيمپونو کې ګڼې ستونزې وي.

د سيفران وزارت وائي چې په پاکستان کې قريباَ يولس لکه رجسټرډ او لس لکه غير رجسټرډ افغانان دي چې پنډغالو »کيمپونو« ته د ليږلو لپاره یې تياری پیل شوی دی.

له مشال راډيوسره د نوم نه ښودلو په شرط په اسلام آباد کې د سيفران د وزارت يو چارواکي وويل چې تيره او هغه بله ورځ پرله پسې د سيفران د سیکيرېټري پيربخش جمالي په مشرۍ کې دوې غونډې وشوې چې په کې فيصله وکړه شوه چې د پاکستان په مختلفو افغان کډوال کيمپونو کې ٣٧ في صده افغانان ميشت دي او دغه رنګ ٦٣ في صده رجسټرډ افغانان له کيمپونو بهر ژوند کوي او دغه ٦٣ في صده چې شميره ئ قريباَ يولس لاکه جوړيږي دوي به هم کيمپونو ته ليږل کيږي چې دا رنګ د دوي په واپسئ کې حکومت ته اسانه وي

د نوموړي په وينا چې حکومت دا فيصله هم کړيده چې کوم لس لکه غيررجسټرډ افغانان دي هغوي به هم رجسټرډ کولې شي او دې لړ کې نادرا ته او صوبائ حکومتونو ته ويلي شويدي چې هغوي د افغان کډوالو کره شميره وفاق سره شريکه کړي

د حکومت پر دې فيصله په پاکستان کې افغان کډوال وايي چې د دوی په ښارونو کې له مودو مودو کاروبارونه دي او نشي کولې چې په کيمپونو کې ژوند تېر کړي ځکه چې په کيمپونو کې ګڼې ستونزې وي.

په دې اړه له مشال راډيو سره خبرو کې د پيښور بورډ بازار مشر حاجي غفران وويل ،، زه د يونين صدر يم او په بورډ بازار کې زما دکان دىکه حکومت زموږ سره داسې کول غواړي نو د دې نه دا غوره خبره داده چې افغانانو له دې يو ټاکل شوې وخت ورکړي ځکه چې افغانان دې ته تيار نه دي چې خپل کاروبارونه قطع کړي او افغانستانته لاړ شينو د کيمپونو تګ ته به څۀ تيار شي ؟؟ نو بايد چې حکومت داسې يوه لارراوباسي چې خپل وطن ته ستانه شي

دوي په هيڅ جوړ کيمپونو تګ ته تيار نه دي ،،،، توريالې الکوزی مې نوم دى او دلته په پيښور کارخانو بازار کې خپل کاروبار لرم حکومت چې دا وائي چې افغانان به کيمپونو ته ليږلې شي نو موږ خو روزګار واله خلک يو موږ به کيمپونو ته ځو راځو که روزګار به کوو نو د حکومت د دې پريکړې به زموږ روزګار څومره متاثره شي؟ نو زموږ د پاکستان د حکومت نه دا غوښتنه ده چې موږ ته وخت راکړي او د پاکستان او افغانستان حکومت دې سره کيښني او زموږ دا مسله دې زر تر زره هواره کړي ځکه چې په پاکستان کې د افغانانو غټ غټ کاروبارونه دي نو څنګه به وکړائ شي دوي کيمپونو ته وليږل شي ،،،،،

هم دا شان د پيښور کارخانو بازار يو تاجرمشال راډيو تهوويل چې دوي پي او ار کار‌ډ هم لري خو له کيمپه بهر وسيږي او خپل کاروبار کوي او که حکومت دوي کيمپونو ته وليږل نو کاروبار به ي ډير متاثره شي

ده وويل ،،،

کله چې مشال راډيو په دې اړه په اسلام آباد کېد اقوام متحده د افغان کډوالولپاره دادارې يو اين ايچ سي ارد وياندې نه وپوښتل نو هغې وويل چې په دې اړه لا دوي ته کره مالومات نه دي ترلاسه شوي نو نشي کولاي چې پرې خپل دريځ ورکړي

XS
SM
MD
LG