د پاکستان لوړ پوړي پوځي او سفارتي چارواکي وايي، افغان طالبانو اشاره ورکړې چي غواړي نن ( پنجشنبه ) په قطر کي له امريکايې چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
خو نه امريکا او نه هم د قطر چارواکو په سمدستي توګه ددې تصديق کړی دی. نن د پاکستان پوځ يوه چارواکي وويل چي په روانه اونۍ کي د کابل د سفر پر مهال د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف افغان ولسمشر ته وويل چي طالبان غواړي د مارچ په مياشت کي خبري اتري پيل کړي.
په دې وروستيو کلونو کي د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو په خاطر څو څو ځله د طالبانو او امريکايې چارواکو ترمنځ د ناکامه خبرو اترو هڅي شوې دي. که طالبان د سولې خبرې اترې پيل کړي نو دابه د ولسمشر غني لپاره يو ډير مهم پرمختګ وي چي غواړي د جنګ يو سفارتي حل راوباسي.
بل پلو د افغانستان ولسمشر په کابل کې مشورتې غونډې پیل کړي، څو په هیواد کې د سولې د ټینګیدو لپاره د ولس نظر واخلي.
دا خبرې یوه ورځ وروسته تر هغه شروع شوي چې په کابل کې د پاکستان لوی درستیز د خپل سفر پر مهال ژمنه وکړه چې اسلام اباد به هڅه وکړي چې طالبان د سولې خبرو ته چتمو شي.
تر دې مخکې چین له کابل سره ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې به د سولې په خبرو کې مرسته وکړي. ولسمشر اشرف غني ویلي ، دی نه غواړي چې خبرې له خلکو پټې ترسره شي او د همدې لپاره یې سلامشورو ته مخه کړې ده.
د دې غونډو په ترڅ کې تیره ورځ په ارګ کې ولسمشر غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمیر جهادي مشرانو او د ملي شورا له استازیو سره وکتل.
تمه ده چې په دې لړ کې ولسمشر اشرف غني د مدني ټولنو او ګوندونو له استازیو سره هم خبرې وکړي.