د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : د امن و امان د برقرار ساتلو لپاره نوي اقدامات


د کراچۍ ښار انځور
د کراچۍ ښار انځور

د پاکستان سیند صوبې حکومت پریکړه کړې ده چې د روان کال تر اخره به په دغه صوبه کې میشت ټول افغان کډوال وباسي . که څه هم د سیند صوبې حکومتي چارواکي په دغه صوبه کې د افغان کډوالو شمیره ډیره لوړه ښايي خو د کډوالو د نړیوالې ادارې یا یو این ایچ سي ار ترمخه دا مهال په کراچۍ کې ۶۷ زره او د سیند ایالت په نورو ضلعو کې ۱۵ زره رجسټر افغان کډوال ژوند تیروي .

د شبنې په ورځ د قامي ایکشن پلان د عملي کېدو په موخه جوړې شوې د سیند ایپکس کمیټۍ غونډه وشوه.ددې غونډې وروسته د سیند ایالت د داخله محکمې سیکرټري عبدالکبیرقاضي مطبوعاتي غونډې ته وویل: په یاده غونډه کې دوی پریکړه کړې چې د افغان کډوالو کیمپونه به د کراچۍ او نورو ښارونو څخه بهر منتقل کیږي، همدا راز د ترهګرۍ ضد مقدماتو لپاره به ځانله تاڼې او جدا زندان جوړیږي.

(( په کراچۍ کې دوه تاڼې د ترهګرۍ ضد کاروایانو ته ځانګړې شوي دی. په حیدراباد او سکر کې هم دوه تاڼې دې مقدمو ته ځانګړې کیږي . د قامي ایکشن پلان د لاندې د نیولو شویو کسانو لپاره جدا جیل جوړیږي او دغو مقدمو کې ګرفتار شوي کسان به په عامو زندانونو کې نه ساتل کیږي.))

هغه وویل په سیند صوبه او په تېره بیا ددغې صوبې په پلازمینه کراچۍ کې درې ډوله کډوال اوسیږي چې زیاتره پکې افغانان ، دویمه درجه کې بنګالیان او برمیان او په درېیمه درجه کې د نورو هیوادونو څخه راغلي قانوني او ناقانونه بهرنیان میشت دي .

د سیند صوبې د داخله محکمې سیکرټري وویل په غونډه کې یې دا پریکړه هم کړې چې سر له اوس نه ددې صوبې په هر ښار کې د نوي جومات او مدرسې د جوړلو د مخه به ددې لپاره له حکومته این او سي (اجازت نامه) اخیستل لازمي وي .

(( د این او سي پرته به هیچا ته د جومات یا مدرسې اجازه نه ورکول کیږي،وارله مخه د جوړو شویو مدرسو پلټنه به هم کیږي .په اجلاس کې د ټولو ضلعو کمشنرانو او ډپټي کمشنرانو ته هدایت وشو که څوک دا کار د اجازت نامې پرته کوي نو د هغوي په ضد به سخته کاروایي کیږي.))

د هغه په وینا ددې فیصلو په اړه دوي ایجنډا جوړه کړې او دې ته به به راتلونکې هفته کې قانوني شکل ورکولی شي.

XS
SM
MD
LG