د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړي ډیپلوماټیک پاسپورټونه غواړي


د بلوچستان اسمبلۍ غړي وايي، دوی او کورنيو ته دې يې ډيپلوماټيک پاسپورټونه جاري ورکړل شي، چې پر هوايي ډګرونو یې وخت ضايع نشي.

د دوشنبې په ماښام د اسمبلۍ په غونډه کې د صحت څانګې وزیر رحمت صالح بلوڅ يو قرارداد وړاندې کړ، چې د اسمبلۍ سپيکر او ډپټي سپيکر ته دې ډيپلوماټيک پاسپورټونه جاري کړل شي، دنوموړي په خبره د هرې صوبې سپيکر د ګورنر په غیرموجودګۍ کې په آييني توګه ګورنر جوړېږي، او همداسې ډپټي سپيکر بیا د سپيکر په غیرموجودګۍ کې سپيکر او د ګورنر ځایناستی په آييني توګه راتللی شي.

کله چې همدا قرارداد وړاندې شو، نو د اسمبلۍ اکثره غړيو په یوه خوله نه يواځې د دې قرارداد منظوري ورکړه، بلکې غوښتنه يې وکړه، يو کال وړاندې چې د اسمبلۍ غړيو لپاره د ډبلوماټیکو پاسپورټونو قرارداد منظور کړی و، په هغه ولې عمل نه کېږي.

په داسې حال کې چې د اسمبلۍ ډېری غړیو د همدې ډيپلوماټيکو پاسپورټونو په حق خبرې وکړې، خو د وحدت المسلمين يوه غړي آغارضا وویل، په داسې حال کې چې د کوټې زرګونو وګړيو شناختي کارډونه کنګل «بلاک» دي، په زرګونو نور بیا د پاسپورټونو په جوړولو پسې سرګردانه دي، دی په دې شرم محسوسوي، چې د ځان لپاره ورته غوښتنه وکړي.

؛ لږ تر لږه زه خو شرم محسوسوم چې د ځان لپاره د شنه پاسپورټ غوښتنه کوم. ځکه چې يوې خواته به ټول بلوچستان کې نهه څلوېښت زره شناختي کارډونه بند دي. او داسې ولس له خپل بنيادي حقه محرومه دی. ولس ته شناختي کارډ نه ملاوېږي، پاسپورټ خو ډېره لرې خبره ده؛.

د اسمبلۍ تر غونډې وروسته د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر د صوبې له وزیر اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ څخه پوښتلي، چې د صوبې نورې ټولې ستونځې هوارې شوې، او يواځې د اسمبلۍ غړيو ډپلوماټیک پاسپورټونه پاته دي؟ ډاکټر مالک بلوڅ يې په ځواب کې وویل

؛ د بلوچستان ټولې ستونځې لا هم هوارې شوې نه دي. لاکن د بلوچستان د اوسني حکومت يو وژن دی، چې دا ستونځې به هواروي. اوس موږ تر کومه ځایه کامیابه شوي يو يا نه یو، دا ستاسو په مخ کې دي. تر کومه ځایه چې د پاسپورټو خبره ده نو د اسمبلۍ د غړيو هم ځيني غوښتنې وي، چې په هغوی کې د دوی پاسپورټونه او ځېنې نورې اسانتیاوې دي، دا دې ورته ورکړل شي. زما په فکر دا باید په منفي سوچ کې وانه خیستل شي؛.

XS
SM
MD
LG