د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند خارجه سيکرېټري پاکستان ته ځي


د پاکستان خارجه دفتر وايي چې د هند بهرنو چارو سيکرېټري اېس جې شنکر به له خپل پاکستاني سیال سره د خبرو اترو لپاره د راتلونکې مياشتې مارچ پر ٣ نېټه په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته ځي.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا نن د شورو ورځ جاري شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دا دوره د روانې مياشتې په ١٣مه نېټه د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او هند وزيراعظم نريندر مودي ترمينځه په ټېليفوني خبرو کې ټاکل شوې وه.

خبرپاڼه زياتوي چې د هند بهرنیو چارو سيکرېټري به د خپلې دورې پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو سيکرېټري اعزاز احمد چوهدري سره ملاقات کوي خو د اجنډې په باب اړه څه نه دي ویل شوي.

د هند خارجه سيکرېټري و پاکستان ته د دورې په باب د بهرنو چارو کارپوه او په پيښور پوهنتون کې د نړۍوالو تعلقاتو څانګې پخوانی مشر اعجاز خټک وايي: « چې له تېرې څه مودې راهیسې د دواړو ملکونو ترمينځه رابطې ختمې شوې وې نو زه ګڼم چې د هند د خارجه سيکرېټري و پاکستان ته تګ دورې نه به دا رابطې يو وارې بيا شروع شي چې يو مثبت پېشرفت دې خو دې دورې نه به د دواړو ملکونو ترمينځه تعلقاتو کې څومره بهتري راشي او شخړې به تر کومه حده هوارې شي نو په دې لړ کې زه دومره پراميده نه يم»

ياده دې وي چې د تير کال په اګست مياشت کې په نوي ډلي کې د پاکستان هايي کمشنر عبد الباسط د هند د انتظام لاندې کشمير غړي شبير احمد شاه سره ملاقات ورستو هند پاکستان سره د سيکتر په کچ مذاکرات ځنډولو اعلان کړی و

دا دې هم ياده وي چې دواړه ملکونو ترمينځ په تېرو څو مياشتو کې پر کنټرول کرښه او پر منلې شوې پوله د نښتو يو شمېر پيښې هم رامخې ته شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG