د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهه ګرۍ پر ضد د پاکستان او اروپايي ټولنې غونډه


د پاکستان بهرنو چارو ایډیشنل سیکرېټري تسنیم اسلم
د پاکستان بهرنو چارو ایډیشنل سیکرېټري تسنیم اسلم

د پاکستان له خارجه چارو دفتره جاري شوې خبرپاڼې په وینا، دې مذاکراتو کې د پاکستان نمایندګي د پاکستان ایډیشنل سیکرېټري تسنیم اسلم او د اروپايي ټولنې پلاوي مشري مارا میرینیکې کوله.

د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمینځه د ترهګرې د مخنیوي لپاره د څلورم دور مذاکرات د نهې په ماښام اسلام اباد کې وشو چې پکې د ترهګرۍ مخنیوي لپاره د تعاون په زیاتولو اتفاق شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو ډلو نړۍ ته پیښ د ترهه ګرې پر ننګونو خبرې اترې وکړې او هوډ یې وښود چې د ترهه ګرۍ مخنیوي لپاره به نړۍوال تعاون نور هم پیاوړی کوي.

خبرپاڼه وایي دواړو اړخونو په دې خبره هم اتفاق وکړو چې ترهه ګري له یو مذهب، قومیت یا تهذیب سره نه ده تړل پکار او د دې خبرې په اهمیت هم اتفاق وشو چې ګڼ - مذهبي او ګڼ کلتوري زغم ته دې وده ورکړل شي.

د دفاعي چارو کار پوه او پخوانې بریګیډیر سعد د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمینځه د ترهه ګرې مخنیوي په اړه دا غونډه مهمه بللې او ویلې که چرته اروپايي ټولنې او پاکستان د ترهه ګرې مخنیوي لپاره له یو بل سره استخباراتي معلومات شریکولی شي نو اروپايي ټولنه د پاکستان پولیسو ته په تربیت او اقتصاد کې کمک کولی شي.

،، داسي ډلې چې هغه په اروپا کې په ترهه ګرۍ یا غیر قانوني کارونو کې ملوث نه دي خو د هغې له اړخه پیسه پاکستان ته راځي نو هلته خو د هغې د قانون خلاف ورزي نه کېږي نو ورته یې اجازت ورکړی دی خو پاکستان ته نقصان دی ځکه چې هغه غلط ځاې کې لګول کیږي. له دې علاوه موږ له یو بل سره د مالوماتو تبادله کولی شو او دا شان چې کومې پولیسو محکمې او یا ملکياستخباراتي ادارې دي، اروپا دوی ته سامان او تربیت ورکولی شي،،

هم پدې لړ کې د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر سرفراز خان وایي ،، د یورپ ملکونه او پاکستان هم دا غواړي چې د وسله والو مخنیوي لپاره قوانین جوړ شي او د مالوماتو تبادله هم وکړل شي. دا شان که د یو بل په ملک کې څه داسي کسان موجود دي نو چې د هغې په اړه هم خبرې اوکړې شي اویو بل ته د یو قانون ترلاندې نیول شوي کسان ورکړل شي،،

د ذکر ده په دې غونډه کې پاکستان کې د ترهه ګرۍ د اوسنیو پېښو غندنه هم وشوه او د دې خبرې جاج هم واخسیتل شو چې د ترهه ګرۍ مخنیوي لپاره دواړو اړخونو ته کوم قسمه اقدامات اوچت کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG