په دغه لوبه کې لومړی سکاټ لېنډ لوبډلې بیټنګ وکړ او په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکلی.
افغان ملي لوبډلې په خپل وار کې د ټولو نهه لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځوستم اور کې خپل هدف پوره کړ او لوبه یې وګټله.
له لوبې وروسته د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې کپټان محمد نبي عیسی خېل خبریالانوته وویل چې دا بریا د کریکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبغاړو هڅونې لامل کېږي.
(دا لومړی ځل دی چې موږ په نړیوال جام سیالیو کې بری مومو، له دې څخه مو خوند واخیست. هیله لرو چې د کریکټ نړیوال جام سیالیو کې ښه وځلیږو او نورې بریاوې هم ولرو.)
د افغانستان بله لوبه د راتلونکې اونۍ په چارشنبه له اسټرالیا سره کېدونکې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایوي ریس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان لوبډلې ته پر خپله لومړنۍ بریا مبارکي ویلې ده. بلخوا د افغانستان په لربر کې د کریکټ مېنوال د نړۍوال جام سیالیو کې د خپل هېواد په بري جشنونه کوي.
د خوست او میدان وردګو ولایتونو په خپرو شویو خبرپاڼو کې د کریکټ په نړیوال جام کې افغانانو ته د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلې ده.
دا لوبه د نیوزي لېنډ په دانیډن ښار کې وشوه.
افغانستان دنړیوال جام په الف ګروپ کې دي او تر اوسه یې دوه لوبې بایللي او یوه یې ګټلې ده.
د کرکټ نړیوال جام لوبې د فبروري په څوارلسمه په اسټرالیا او نیوزي لېنډ کې پیل شوې.