د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د افغان کریکټ ډلې بریا په اتڼونو ولمانځل شوه


زما نوم عبدالمتین دی، نن چې له سکاټ لينډ سره د افغانستان لوبه وه، او موږ وګټله، زه ډير حوشاله يم، انشاالله نورې لوبې به هم ګټو، زنده باد افغانستان.

د افغانستان او سکاټ لینډ د کرکټ ټیمونوتر منځ سیالي د افغانستان په بريا سره تمامه شوه. په همدې مناسب د جلال ښار ځوانان پارکونو او سرکونو ته ور ووتل، او د افغانستان د کریکټ بریا يې په خوشاليو او اتڼونو ولمانځله.

بېګا شپه د افغانستان په وخت دوه بجې په نيوزي لېنډ کې د افغان کریکټ ملې لوبډلې له سکاټ لينډ سره لوبه پيل کړه چې لومړی وار سکاټ لينډ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره يې افغانستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه خو د افغانستان لوبډله په دې وتوانېده چې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او د کریکټ د دغې لوبې بريا د افغانستان په برخه کړي.


د افغانستان د کریکټ دا بريا په سلکونو تنو ځوانانو په خوشالۍ سره ولمانځله، څو تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( محمد یاسسین ګرديوال یم، د جلال اباد ښار اوسیدونکي. افغانستان چې د کریکټ کومه بریا تر لاسه کړه، زه پرې ډېر زیات خوشاله یم، همدا ډوله درې لوبې نورې هم پاتې دي، خدای دې وکړي چې نورې بریاوې هم راوړي او ټول افغانستان خوشاله کړي.))

(( زما نوم عبدالمتین دی، نن چې له سکاټ لينډ سره د افغانستان لوبه وه، او موږ وګټله، زه ډير حوشاله يم، انشاالله نورې لوبې به هم ګټو، زنده باد افغانستان.))

(( سید الله ساپی یم د ننګرهار اوسیدونکی يم. کومه لوبه چې نن موږ وګټله، نو امید لرم چې راروانې نورې سیالۍ به هم موږ ګټو. تاسو وګورئ د پاکستان غوندې ټيم د ۲۰۱۵م ورلډ کپ نه بهر کيږي، اوس موږ دا تمه لرو، چې افغانستان به نورې بریاوې هم تر لاسه کړي.))

د یادولو ده چې تر دې وړاندې د همدغو سیاليو په لړ کې د افغانستان د کریکټ لوبډلې له بنګه ديش او سري لنکا ماتې خوړلې وې، خو د دغه لوبې په ګټلو سره افغانانو ته اميدونه پيدا شوي چې افغان ټيم به په راتلونکو لوبو کې هم ښه وځلېږي. افغانستان به د مارچ په څلورمه نېټه خپله څلورمه لوبه له اسټراليا سره کوي.

XS
SM
MD
LG