د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتیري ژوبل شول


واڼه ته نږدې یوه حکومتي پوسته
واڼه ته نږدې یوه حکومتي پوسته

د پاکستان په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې د سرک د غاړې په بمي چاودنه کې د پوځ دولس امنیتي سرتیري ژوبل شوي دي. دا پېښه پرون ناوخته په سروکي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په ډېره اسماعیل خان کې امنیتي چارواکو نن مشال راډیو ته وویل د پوځ په قافله کې روان یو ګاډی د سرک د غاړې په بم ور وخوت او له کبله یې د پوځ سرتیري ژوبل او ګاډی ویجاړ شوی دی. د پاکستان د پوځ کاروان له سرویکې نه ډیره اسماعیل خان ته په لاره و.

د پاکستاني طالبانو محسود ډلې د دې پېښې پړه قبوله کړې ده. د دوی یو ویاند اعظم طارق مشال راډیو ته د نامعلوم ځای نه پر ټیليفون مشال راډیو ته وویل چې برید دوی ترسره کړی او په ترڅ کې یې شپږ پاکستاني سرتیري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان پوځ په ۲۰۱۴ م کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پرضد د ضرب عضب په نامه عملیات پیل کړي، چې لا تر اوسه پای ته نه دي رسیدلي. خو پوځ ادعا کوي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د شمالي وزیرستان اکثرې برخې له وسله والو پاکې شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د نورو وسله والو ډلو ترڅنګ د حقاني شبکه هم فعاله ده او پر پاکستان امریکا او غربي نړۍ تل فشار راوړلو چې د یادې ډلې پرضد دې عملیات وکړي.

دشمالي وزیرستان د عملیاتو د تلفاتو په اړه خبرونه یوازې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره ايي ایس پي ار ورکوي او په خپلواکه توګه یې پخلی ځکه ناشونی دی چې ازاد خبریالان سیمې ته د حقایقو د راټولولو لپاره نه پرېښودل کیږي.

XS
SM
MD
LG