د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستان د انتخاباتو کمیسون د سینټ د نوماندانو لیک لړ خپور کړ


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان الیکشن کمېشن د سینټ په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو امیدوارانو وروستی فهرست خپور کړی دی.

د الیکشن کمېشن د مطبوعاتي څانګې چارواکي خورشید عالم د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د روانې میاشتې پر پنځمه نېټه کېدونکو دې انتخاباتو کې د برخې اخېستو لپاره د ۱۳۱ کسانو اسناد منظور شوي دي.

د پاکستان زیاتره ګوندونه پر دې ټینګار کوي چې حکومت دي د سېنټ د څوکیو د خرڅېدو مخه ونیسي.

په دې اړه د جمعې په ورځ د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کې د ټولو سياسي ګوندونو د استازو غونډه هم شوې وه ، خو هغوی د دې عمل د مخنیوي پر لارو چارو نه وو سره سلا شوي.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ هم د جمعې په ورځ په یو متفقه قرارداد کې د سېنټ د څوکیو د خرڅېدو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

په پاکستان کې په هرو څلورو کلونو کې د سینټ د غړو د ټاکلو لپاره انتخابات کیږي. دا ځل د سینټ ۵۲ نوي غړي ټاکل کېدل خو څلور کسان بې له مقابلې وټاکل شول او د پاتې۴۸ و سیټونو لپاره ۱۳۱ کسان په میدان کې دي.

XS
SM
MD
LG