د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان : ټول ټاکنو کې درغلۍ څارل شوي


په دوشنبه ښار کې یوه مېرمن خپله رایه کاروي
په دوشنبه ښار کې یوه مېرمن خپله رایه کاروي

د مشال راډیو تاجکي څانګې د تاجکستان په انتخاباتو کې د روانو سرغړونو په اړه اسناد ټول کړي دي.

د تاجکستان د انتخاباتو د قانون څخه په سرغړونو کې يو شمېر داسي پيښې ثبت شوي دي چې يو کس د خپلې ټولې کورنۍ پر ځای رايي ورکوي، په ځينو ځايونو کې څارونکو غير حاضر دي او د ځينو رضاکارانو له خوا خلکو ته ويل شوي چې چا ته رايي ورکړي.

تاجکستان تر انتخاباتي کمپاين وروسته پارلماني ټاکنې تر سره کوي. د نړيوالو څارونکو په وينا په دې هيواد کې کمپاين په نشت حساب وو.

له اتو سياسي ګوندونو څخه شا او خوا ۳۰۰ کانديدان په ولسي جرګه يا استازو جرګې، کې د ۶۳ چوکيو لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي.

اټکل کيږي چې د ولسمشر امام علي رحمان د خلق ډموکرات ګوند به په اکثريت سره دا ټاکنې وګټي.

د واکمن ګوند يوازينی سيال د اسلامي رنسانس ګوند دی چې په منځنۍ اسيا کې يوازينی ثبت شوی اسلامي ګوند ګڼل کيږي.

اسلامي رنسانس او خلق ډموکراټ ګوندونه دواړه پر اوسني حکومت ښکاره انتقاد کوي خو نور ګوندونه خپل ځان که څه هم رغنده سيالان بولي خو په ښکاره د حکومت د پاليسيو ملاتړ کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG