د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ولسي پولیس به زر په کار پیل وکړي


فایل فوټو
فایل فوټو

په ننګرهار کې د ولسي پوليسو د فعالولو دوه ورځنی سيمينار د اتوار په ورځ پيل شو.په دې سيمينار کې به په داسې يوه طرحې کار وشي چې له امله يې د پوليسو او ولس تر منځ فاصلې راکمې شي.

دغه سيمينار د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې پرانستل شو چې په يو شمير دولتي چارواکو سربيره په کې قومي مشرانو او د مدني ټولنو يو شمېر فعالانو ګډون کړی و.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کې د ولسي پوليسو د ارزونې مدير سمونوال محمد خليل اورياخیل د سيمينار پرانستونکي وینا کې وويل، د ولسي پوليسو جوړيدل به د ولس او پوليسو تر منځ فاصلې راکمې کړي.


(( ولسي پوليس د ملي پوليسو نه بيل نه دي، بلکې د ملي پوليسو یو جز دی. دغه ولسي پوليس د ملي پوليسو او ولسونو تر منځ د يوه پل حیثیت لري. پوليس به د خپلو خلکوله نظریاتو نه برخمن شي او د خپلو خلکو د نظریاتو نه په استفادې سره د جرم د مخنيوي او د مجرمینو په نيولو کې خپله ونډه تر سره کړي.))

د ننګرهار د امینه قوماندانۍ اداري مرستيال قاري اميرخان لیوال وايي چې د ولسي پوليسو په فعالیدو سره به پوليس په دې وتوانيږي، چې د ډېرو جرمونو مخه ونيسي:


(( دا نننی سيمينار د دې لپاره دی چې په اینده کې به ولس دومره حاکم وي، چې پولیس به له غوږ نه نيسي چې راځه دلته یو، غير قانوني کار شوی، د دې مخنيوی وکړه.))

د ننګرهار ولايتي شورا غړی ذبیح الله زمري وويل، په کار ده چې د نمایشي سيمینارونو په ځای عملي کار ته ملا وتړل شي.

(( له پچیرواګام ولسوالۍ نه نيولې، تر دور بابا، تر نازیانو پورې او تر حصارک پورې د پولیسو ژوند له مرګ سره مخامخ دی، بیا هم د وطن نه دفاع کوي، په ځای د دې چې هغوی تقدير شي، مجازات کيږي. قانون باید عام اوسي، پاليسي باید عامه اوسي، پلان د خلکو د ښيګنو لپاره واوسي، د شخصي اهدافو او ګټو لپاره نه اوسي.))

د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې ولسي پوليس فعال شوي او په کار يې پيل کړی دی.

د ننګرهار د پوليسو چارواکي وايي چې ډير ژر به د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې د ولسي پوليسو مدیريت پرانستل شي، چې په بیلابيلو حوزو کې به شپږ څانګې ولري.

دوی وايي چې د ولسي پوليسو په جوړيدو سره به د ولس ډیرو ستونزو ته پولیس لاسرسي پيدا کړي او د جرمونو په کموالي کې به مثبت اغيز ولري.

XS
SM
MD
LG