د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : پولیس ډرون الوتکې کاروي


ډرون الوتکه
ډرون الوتکه

سیند حکومت په جرمونو کې د ککړو ډلو پر ضد د کاروایۍ په موخه د ډرون الوتکو د کارولو پرېکړه کړې ده . چارواکي وایي په دې موخه پولیسو ته دوه ډرون الوتکې ورکړل شوي دي او دا به د راتلونکې جمعې ورځې څخه په کال پیل کوي.

د سکر پولیسو ایس ایس پي تنویر حسین نن د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، له دې الوتکو څخه به په هغو سېمو کې چې ګڼې ونې پکې شتون لري او په جرمونو کې ککړ خلک پکې پټځایونه لري کار اخیستل کیږي:

(( په سیند کې په کچه علاقو کې ډېرې جرایم پیشه خلک پټیږي. دلته ګڼې ونې ولاړې وي او ابادي هم کمه ده . په داسې ځایونو کې پولیسو ته د مخبر په لیږلو کې ستونزې وي او که څوک دغلته لاړ هم شي نو مجرمان پرې پوهیږي چې څوک نوی سړی ددوی سېمې ته راغلی دی . نو له دغو ځایونو مالومات ترلاسه کول ګران وي ، ددې ډرون یو مقصد دادی چې دا به په دغو علاقو کې د جاسوسۍ لپاره کارول کیږي.))

د هغه په خبره دا ډرون په تورتم کې د جاسوسي کولو صلاحیت هم لري او په دې کې لګیدلې کیمرې د سهي ځایې په هدف کولو او د جرایم پیشه عناصرو د څارنې لپاره په کار راوستل کیږي.

ایس ایس پي تنویر حسین زیاته کړه ډرون الوتکی په نړیوال بازار کې چندان قیمته هم نه دي ، دوی ترلاسه کړي ډرون کې هره یوه له ۵۰ زرو څخه تر ۲ لاکه ډالرو پورې ارزښت لري او دا پیسې سیند پولیسو له خپلې عادې بودیجې څخه ورکړي دي .

(( د جي پي ایس له لارې زمونږ دا ډرون خپل هدف ته ځي، او که داسې ځایې څخه ډزې کیږي چې مونږ ته یې سهي لوری مالوم نه وي ، نو دا ډرون زموږ سره مرسته کوي، ددې نه علاوه که د جاسوسۍ په دوران کې ددې څخه لاره ورکه شي نو دا بیرته خپل ښودلي ځاې ته ځان پخپله رارسوي.))

ایس ایس پي تنویر حسین زیاته کړه ددې ډرون کارول بیخي اسان دي او پولیسو ددې د بیارغاونې او ددې د چلولو زده کړې ترلاسه کړي دي . د هغه په وینا دواړه الوتکې به د یو مرکز څخه د ریموټ له لارې کنټرولیږي ، ددې سربیره دا الوتکې د پولیسو په عادي موټر کې هم د کیناستلو صلاحیت لري.

نوموړي وویل د ځنګل نه علاوه ددې ډرون څخه به په ښار کې هم کار اخیستل کیږي ، او په سرکونو د ګاړو د جام کیدو د وجې د مالومولو او د سرکونو د څارنې لپاره به هم ددې څخه کار اخلي .

یاده دې وي ددې نه مخکې په پاکستان کې ډرون الوتکې یا خو په قبایلي سېمو کې د بمبارۍ لپاره کارول شوي او یا هم د رسینو لخوا د لویو جلسو د کوریج لپاره استعمالیدی.

ایس ایس پي تنویر حسین وایي په پاکستان کې په لومړي ځل پولیس د د ډرون څخه کار اخلي او ددې له ازمونې روسته به دوي نورې ډرون له نړیوال بازار څخه ترلاسه کړي .

XS
SM
MD
LG