د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ختمېدو سره د پاکستاني پوځ کاروبار ختمېږي."


د پاکستان د جاسوسي ادارې، آيي ايس آيي مشر رضوان اختر
د پاکستان د جاسوسي ادارې، آيي ايس آيي مشر رضوان اختر

په داسې حال کې چې د هندوستان د بهرنيوو چارو سيکريټري به سبا يعني د مارچ په دريم تاريخ د پاکستان دوره کوي، پر پاکستان تور دی چې لا هم د ممبئ په حملو کې ککړې د لشکر طيبه وسله والې ډلې چې اوس يې نوم په جماعت الدعوه اړولی، ملاتړ کوي.

دوه ورځې وړاندې د امريکا د قامي استخباراتو ادارې مشر جيمز کليپر امريکايي سينيټ ته وويل چې د لشکر طيبه وسله والې ډلې ته د پاکستان له خوا د خوندي ځايونو ورکول کيدای شي د هندوستان او پاکستان ترمنځ اړیکو کې لوی خنډ پاتې شي. دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان د بهرنيو چاروو سيکريټري ايس جی شنکر به سبا له د پاکستان دوره کوي او په دوه اړخېزو مسلو به خبرې کوي.

لشکر طيبه وسله واله ډله چې په ۲۰۰۸ کال کې يې په ممبئ ښار کې د حملو او ۱۶۴ کسانو د وژنې زمه واري منلي وه، د امريکايي او هندي چارواکو ترمخه پاکستان کې مرکزونه لري.

حافظ سعيد
حافظ سعيد

لشکر طيبه ډله په ۱۹۹۶ کال کې د هندوستان تر ادارې لاندې کشمېر کې د جګړې کولو لپاره د حافظ محمد سعيد له په مشرۍ جوړه شوه. دا ډله د امريکا له خوا ترهګره اعلان شوي او پاکستان په ۲۰۰۲ کال کې پري بنديز ولګاوه. تر بنديز وروسته حافظ سعيد د دي ډلې نوم جماعت الدعوه ته بدل کړ او دعوه کوي چې يوه خيريه اداره ده.

سربېره پر دي چې امريکا حافظ سعيد ترهګر ګڼلې او د نيولو لپاره يې د لس ميليون ډالرو انعام هم مقرر کړی خو حافظ سعيد په ښکاره پاکستان کې جلسې او ژوند کوي.

د پاکستاني پوځ يو پخوانی افسر، ليفټيننټ جنرل طلعت مسعود د پاکستان له خوا د دې ډلې خلاف د کاروايې نه کولو د وجوهاتو په اړه وايي:

((پاکستان خپل لومړيتوبونه لري. په اوس وخت کې ټول پام د تحريک طالبان پاکستان او له هغوی بېلو شوو ډلو ته دی نو پوځ نه غواړي چې د نورو وسله والو ډلو خلاف سنګر خلاص کړي. بل مشکل دا دی چې حافظ سعيد ډير زيات پلويان لري او کشمېر يوه مهمه مسله ده. که هندوستان د پاکستان سره د کشمير پر مسله لږ مخکې لاړ شي نو د دي وسله والو اهميت به راکم شي خو ستونزه دا ده چې هندوستان په کشمېر کې د حالاتو د سمون لپاره څه نه دي کړي.))

وسله والې ډلې د پاکستان د ځواکوانو لاس او مټې دي. که د کشمېر کشاله حل شي نو د پاکستاني پوځ کاروبار به ختم شي.

که څه هم د ممبئ بريدونو په تړاو د لشکر طيبه وسله والې ډلې پر يو مشر زکي الرحمان او څو نورو ملګرو يې پاکستان کې مقدمه روانه ده خو هندي چارواکي او څيړونکي وايي چې تر شپږو کلونو تېرېدو وروسته هم دي مقدمه کې نوموړي ته د سزا ورکولو په اړه هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

د هندوستان ده هندو ورځپاڼې د سټريټيجيکو او سفارتي چارو د خبرونو ايډيټره، سوهاسيني حيدر وايي پاکستان نه شي کولی د وسله والو په استعمال سره د هندوستانسره په دوه اړخېزړومسلو کې کومه لاس ته راوړنه ولري.

هغې مشال ريډيو سره خبرو کې زياته کړه: ((دا لکه ګواښ داسې دی او هيڅ خودمختاره هيواد د ګواښونو له وېرې فیصلې نه کوي. پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د قامي عمل پلان اعلان کړی دی او ويلي يې دي چې د هغه او دغه ترهګر ترمنځ به فرق نه کوي. د لشکر طيبه خلاف ګامونه اخيستل بايد د دي پلان برخه وي خو تر اوسه موږ دا عمل نه دی ليدلی. دا د کشمېر مسلې او تشدد سره تړل ډيره غطله خبره ده. د بهرنۍ پاليسۍ لپاره د وسله والو په کارولو خو پخپله پاکستان کې هم ډيرو خلکوغصه ښودلې.))

د ممبئ حملو ملزم، ذکي الرحمان لکهوي
د ممبئ حملو ملزم، ذکي الرحمان لکهوي

له ډېره وخته راهيسې پر پاکستان دا تور پورې کيږي چې د بهرنۍ پاليسۍ د عملي کولو په او ګاونډيو هيوادونو د فشار لپاره د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. اسلام اباد اوس وايي د قامي عمل پلان يا National Action Plan تر اعلان وروسته به د ښو او بدو وسله والو ډلو د ختمولو لپاره يو شان ګامونه اخلي خو د سياسي چارو کارپوه ډاکټر محمد تقي وايي:

((دا نه ختموي. پنجاب مېشته وسله والې ډلې د پاکستان د ځواکوانو لاس او مټې دي. بنيادي خبره دا ده چې که د کشمېر کشاله حل شي نو د پاکستاني پوځ کاروبار به ختم شي. دوی خپل کاروبار ختمول نه غواړي. که په دنيا کې امن راشي او افغانستان او هندوستان سره اړيکې ښې شي نو بيا به د پاکستان د لس لکه پوځ څه ضرورت پاتې شي؟))

XS
SM
MD
LG