د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ورښتونو لس تنه وژلي


د کالام او مالم جبې پشمول د ملاکنډ ډويژن، هزاره ډويژن، ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په غرونه واوره هم شويده چې له وجې یې يخ زیات شوی دی.

د اسلام اباد پشمول خېبر پښتونخوا، پنجاب، سند، ګلګت بلتستان او تر پاکستاني انتظام لاندې کشمير په ميداني سيمو کې بارانونه او په غرونو د واورو ورېدو روانې لړۍ د هېواد په مختلفو برخو کې د کورونو چتونه راپرځولي چې پکې لس تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د موسمياتو محکمې چارواکي مشتاق شاه مشال راډيو ته وويل چې له تېرې ورځېپیل د بارانونو دا لړۍ به تر سبا « نهې ورځې» جاري وي او تر دې دمه تر ټولو زيات باران د خېبر پښتونخوا په چراټ سيمه کې چې کچه یې ٧٤ ملي ميټره ده شوي دي. د دې ترڅنګه په دير کې ٣٦ په پيښور کې ٢٩ او په لاهور کې ٢١ملي ميټره باران شوی دی.

د نوموړې پيه وينا چې د کالام او مالم جبې پشمول د ملاکنډ ډويژن، هزاره ډويژن، ګلګت بلتستان او پاکستان تر انتظام لاندې کشمير په غرونه واوره هم شويده چې لوجې يخ زیات شوی دی.

مشتاق شاه زياته کړه چې په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د زيات بارانونو په وجه په مختلفوخوړونو کې د اوبو کچه اوچته شوې ده خو د سيلاب خطره نشته،البته د سيندونو او خوړونو غاړو ته نزدې مېشت خلک دې پام کوي.

بلخوا د بارانونو له وجې د مومند ايجنسۍ ساپو تحصيل سندوخېل سيمې په ميران کورونو کې کوټې راپريوتې چېدوه ماشومان او يوه ښځه یې وژلې ده.

د لاهور ريسکيو ١١٢٢ يو چارواکي په وينا چې په شاهدره سيمه کې له ماچس کارخانې سره نزدې د يو کور چت پرېوتو دوه کسان وژلي دي. د دې ترڅنګه د پنجاب په بهاولنګر، تله ګنګ او قصور سيمو کې د کورونو چتونه پرېوتو د دوه ښځو پشمول څلور نور کسان هم وژلي دي.

XS
SM
MD
LG