د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوالو د طبعي پيښو له زیانمنو سره مرستو ته تیاری وښود


خوستیانو له افغان حکومته وغوښتل، چې د طبعي افتونو او نورو ناڅاپي پيښو له کبله احتمالي زیانمنو سره دې مخکې له مخکې لازمو مرستو ته تیارۍ ولري.

د خوست دیني عالمانو او روحانیونو له عامو افغانانو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د پنجشیر ولایت په ګډون په یو شمېر نورو سیمو کې د وارو د اوریدو، برف کوچونو او سیلابونو له کبله د قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره هر ډول مرستې وکړي.

دوی د افغان حکومت څخه هم وغوښتل، چې د طبعي افتونو او نورو ناڅاپي پيښو له کبله احتمالي زیانمنو سره دې مخکې له مخکې لازمو مرستو ته تیارۍ ولري.

د دوشنبې په ورځ د غمشریکۍ او فاتحې هغه مراسم، چې د یاد ولایت د ملکي او پوځي چارواکیو همدارنګه دیني عالمانو او قومي مشرانو په ګډون د خوست په میلمستون ودانۍ کې جوړ شوي ول، په کې د خوست د مجاهدینو د ملي یووالي اسلامي شورا رئیس مولوي سردار ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې د خوست علماء او ولسونه له زیانمنو سره په دې ستر مصیبت کې ځانونه شریک بولي.

ده له خلکو او سوداګرو هم وغوښتل، چې د قربانیانو د کورنیو او زیانمنو سره دې مرستو ته ورودانګي:

((دا طبعي پيښې چې په پنجشیر او مختلفو ولایتونو کې رامنځته شوي دي، د دې پيښو په مصیبت او غم کې د خوست دیني علماء او ټول ولسونه دوی سره شریک دي، ولې د هېوا په ټول ولس او سوداګرو باندې غږ کوو، چې د پيښو له قربانیانو سره مالي مرستې وکړي، د دوی مرستو ته ورودانګي او دوی سره په ملي او اسلامي روحیه هر ډول مرستې وکړي.))

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله هم د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د تیرو ورځو د برفکوچونو او سیلابونو له امله په ۲۹ولایتونو کې د تلفاتو شمېر ۳۳۱ تنو ته رسیدلی دی.

وروستیو درنو واورو او ورښتونو له انساني تلفاتو سربیره یو شمیر مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي دي؛ په دې ترڅ کې کروندې ورانې شوي؛ پلونه، پلچکونه او سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د خوست د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمد محمدي وویل، چې دوی د جوماتونو له امامانو غوښتنه کړې، چې دوی دې د دې طبعي پیښو قرباینانو ته په ډله ييزه توګه دعاګانې وکړي او خلک دې د دې پيښو قربانیو سره مرستو ته راوبولي:

((د امامانو مو وغوښتل چې په جوماتونو کې د ټولو مسلمانانو سره په جوماتونو کې د پيښو قربانیانو ته دعاګانې وکړي ځانونه بې تفاوته ونه بولي، که دوی سره مالي توان وي باید هغوی سره مالي کمک وکړي، نو موږ ټول مصیبت ځپلو سره هر ډول مرستو تیار او چمتو یو او د نورو مسلمانانو څخه د دوی له پاره د مرستو غوښتنه کوو.))

د خوست ولایت یو بل تن دیني عالم مولوي اظهارالدین د افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د پيښو تر رامنځته کیدو د مخه د مرستو او همکارۍ له پاره پوره تیاریانې ولري.

د خوست د یو ټولنیز سازمان مشر قاري عبدالولي عادل د خوست د خلکو په استازیتوب تیاری څرګند کړ، چې د دې طبعي افت د قربانیانو له کورنیو او متاثرینو سره به هر ډول مرستې وکړي.

د دې تر څنګ خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي هم په جوړو شویو مراسمو پر خلکو غږ وکړ، چې د دې ستر طبعي افت د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول ممکنه مرستې سرته ورسوي او په دې سختو حالاتو کې دې خپلو زیانمنو خلکو سره مادي او معنوي خواخوږي په ډاګه کړي.

خوستوال داسې مهال د وروستیو طبعي پيښو د قربانیانو له کورنیو سره ممکنه مرستو ته تیارۍ څرګندوي، چې له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي د نورو ورښتونو او تلفاتو امکان هم نه ردوي.

د دغه ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس مشال راډیو ته ویلي، چې تر دې دمه د لارو د بندښت له امله ټولو زیانمنو سیمو ته لازمې مرستې نه دي رسیدلي.

خلک هم په دې باور دي سره له دې، چېد طبیعي پیښو مخنیوی امکان نه لري؛ خو حکومت باید تر یوه بریده د بیړنیو پیښو لپاره تیاري ولري؛ تر څو د انساني ناورین د رامنځته کېدو مخه یې نیولې وي.

XS
SM
MD
LG