د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي: پر شېراني پولیس مشر برید، درې ساتونکي وژل شوي


د شېراني د پولیسو پر مشر په دې برید کې وژل شوي ساتونکي د پولیسو سرتېري ول، چې د دوو تعلق له ږوب سیمې سره او درېيم هغه د سنځاوۍ سیمې دی.

د لورالايي امنيتي چارواکي وايي، ددغې ضلعې په سپېره راغه سیمه کې د سې شنبې په ماښام د شېراني سیمې د پولیسو په مشر شاکر کاکړ نامالومه وسله والو برید کړی، چې په کې د هغه درې ساتونکي وژل شوي، او شاکرکاکړ سخت ټپي دی.

د برید پړه تحریک طالبان پاکستان منلې دی، خو له تېرو څو مياشتو راهیسې په همدې سیمو کې وخت ناوخته د پاکستان امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو پر ضد د پلټنې عملیات کوي.

د لورالايي يا بوري سیمې مرستيال کمشنر شاه زیب کاکړ مشال راډیو ته وویل، د بوري په سپېره راغه سیمه کې د شېراني پر پولیس مشر شاکر کاکړ برید هغه مهال وشو چې نوموړی له بوري څخه د کوټې پر لور رهي وو. دی زیاتوي چې چې د سې شنبې او چارشنبې په منځنۍ شپه يې د بوري له روغتونه کوټې ته منتقل کړو.

؛ په دې برید کې د پولیسو درې سرتېري وژل شوي دي. ډي پي او ټپي دی او کوټې ته یې هيليکوپټر کې لېږدوو. د شېراني ډي پي او له بوري څخه کوټې ته روان وو، چې پر نیشنل هايي وې ۹۷۰ باندې د سپېره راغه پر موړ باندې وسله والو پرې برید کړی دی؛.

د شېراني د پولیسو پر مشر په دې برید کې وژل شوي ساتونکي د پولیسو سرتېري ول، چې د دوو تعلق له ږوب سیمې سره او درېيم هغه د سنځاوۍ سیمې دی.

د یادولو ده چې له تېرو دوو مياشتو راهیسې وسله وال طالبان په سیف الله کلا، ږوب او بوري سیمو کې فعاله شوي او پاکستاني سرتېري يې په همدې سیمو کې پر ضد کله ناکله د پلټنې عملیات هم کوي.

خدای نور ناصر، کوټه

XS
SM
MD
LG