د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې فرقه ایز تشدد بیا دوه کسان وژلي


په کراچۍ ښار کې له تېرې اوږدې مودې راهسې فرقه ایزې نښتې دوام لري چې په ترڅ کې یې د شیعه او سني ډلو ګڼ پلویان او مشران په نښه شوي دي.

د چارشنبې په ماښام د کراچۍ په شېر شا کې دوه کسان د نامالومه وسله والو په ډزو وژل شوي دي. پولیس چارواکي وايي، پېښه له شېر شا پله سره نزدې مخې ته راغلې او وژل شوي دواړه کسان د اهل سنت والجماعت غړي ول.د یادې ډلې مشر اورنګزیب فاروقي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو تن یې دکراچۍ جنرل سیکرټري ډاکټر فیاض او بل د هغه ډرایور عارف دی.

له پېښې وروسته د سېمې پولیس مشر عبدالخالق شېخ له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

«ددې پېښې له هرې زاویې پلټنې کوو، موږ د پیښې له ځایه شواهد راجمع کړي او کارول شوي کارتوس مو د پلټنې لپاره لیبارټرۍ ته استولي دي، له دې به مالومه شي چې ګولۍ له څه ډول وسلې چلېدلې دي، ایا په دې کې خو هغه وسله نه ده کارول شوې، چې نن سهار یا په نورو ورته پېښو کې کارول شوې وه.»

نوموړي زیاته کړه په کراچۍ کې اکثر داسې کیږي چې که سهار د یوې ډلې څوک ووژل شي نو په هم هغه ماښام د مخالفې فرقې تن په نښه کیږي.د ده په خبره ښایي په دې پیښو کې یو دریم لاس ککړ وي او دوی شاید د کراچۍ په ګډون په ټول ملک کې فرقه ایز تاوتریخوالي زیاتول غواړي.

په کراچۍ کې د چارشنبې په ورځ د مسلک په بنیاد رامنځته شوې دا دویمه پیښه ده، چې په ترڅ کې یې د شیعه او سني مسلکونو غړي په نښه شول. د چارشنبې په سهار د کراچۍ په کورنګۍ کې د ایم کیو ایم ګوند د وکیلانو د اتحادیې شییعه رهنما سید حسنین بخاري په نښه شوی و.

له دې پېښې وروسته د اهل سنت والجماعت یو شمېر پلویان د کراچۍ سړکونو ته راووتل او په احتجاج یې لاس پورې کړ. د یادې ډلې د چارواکو ترمخه د دغې ډلې غړو په اسلام اباد کې هم په کراچۍ کې د خپل وژل شوي رهنما د ،ژنې پر ضد احتجاج وکړ.

په کراچۍ ښار کې له تېرې اوږدې مودې راهسې فرقه ایزې نښتې دوام لري چې په ترڅ کې یې د شیعه او سني ډلو ګڼ پلویان او مشران په نښه شوي دي.

XS
SM
MD
LG