د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال د مارچ له ۳۱مې کلیو ته ستنېږي


بنو - د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د مارچ له ۳۱مې به د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شویو خپلو کلیو ته د ستنېدو عمل پیل کړي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب خان عباسي هم ویلي چې د کډوالو ستنېدو بهیر به په مرحلو کې تر سره کېږي او په لومړي پړاو کې به ۲۴ کلیو ته خلک ستنوي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي هیله من دي چې د ستنېدو په صورت کې به نه یوازې په خپلو سیمو کې امن وویني بلکې حکومت به یې د تاوانونو ازاله هم وکړي.

د میرلي یوه مشر ملک نثار علي خان مشال راډيو ته وویل، ده له حکومته د ریښتینې نېټې ورکولو غوښتنه کړې وه، اوس غواړي چې هرومرو پر اعلان شوې نېټې د کډوالو ستنېدل پیل کړي. ده وویل، د عملیاتو پر مهال د دوی کروړونو روپیو تاوان شوی نو حکومت باید دا تاوانونه ورپوره کړي.

ملک دریا جان وايي، د امن په نوم یې کلی، کور پرېښود او اوس چې ستنېږي نو امن غواړي چې په خوشالۍ ژوند وکړي. ده وویل، له بهرنیو هېوادونو د دوی په نوم ورتلونکې مرستې دې د دوی د سیمې په پرمختیا ولګول شوي. ده زیاته کړه، ((روښانه وزیرستان)) غواړي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د ولس استازی محمد نذیر وايي، هڅه کوي چې د شویو تاوانونو ازاله وکړي. ده وویل، په عملیاتو کې د ړنګو کړل شویو کورونو مالکانو ته به څلور، څلور لکه او په جزوي ډول زیانمنو شویو کورونو بیا ودانۍ لپاره به یو لک او ۶۰ زره روپۍ ورکول کېږي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، په عملیاتو کې د میرلي او میرامشا کاروباري مرکزونه او بازارونه ړنګ کړل شوي دي نو باید ټول تاوانونه یې ورپوره کړل شي.

XS
SM
MD
LG